کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): «د بڼولۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» پروژې چارې چې په ١١ ولايتونو کې عملي کېږي، پيل شوې او ټاکل شوې د ١٥٠ ميليون ډالرو په لګښت په راتلونکو شپږو کلونو کې بشپړې شي.
د دې پروژې په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وویل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي کړنلارې پر بنست د دې پروژې له لارې په ۱۱ ولایتونو «کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوگر، ننگرهار، بامیان، کونړ او لغمان» کې د بڼولۍ د ځنځیري ارزښت په برخه کې د شپږو کلونو په ترڅ کې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګول کېږي.
ده زياته کړه، دغه پروژه د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلېږي او په دوو او درې کلني پړاوونو کې چې هر پړاو د ۷۵ میلیونه ډالرو دى، په لګښت پلی کېږي.
د هغه په وينا، یاده پروژه به د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمام شي چې عمده اغېزې به یې د بڼولۍ د تولید د معیاري کولو تر څنګ د بڼولۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې وي.
د کرنې وزیر وايي: «د دې پروژې په پلي کولو سره دوه مهمې موخې تعقیبوو چې لومړی یې د زېربناوو وده او ښه کول او د بڼولۍ د محصولاتو ځنځیري ارزښت لوړول او دویم یې د بڼولۍ د محصولاتو د صادراتو د پراختیا په پار ملي وړتیاوې لوړول دي.»
د ده په خبره، که د دوی د بڼولۍ محصولات «برنډ» شي، دا به په نړیواله کچه د افغانستان د بڼولۍ محصولاتو له بازارموندنې سره لویه مرسته وکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په لومړی پړاو کې د سبو او مېوو د بسته بندۍ او پروسس مرکزونه جوړول، د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ په پار د ماشینونو او توکو تدارک او چمتو کول، عصري سړې خونې یا «Controlled Atmosphere» جوړول، د محصولاتو د کیفیت د تضمین په پار د پروسس په مرکزونو کې لابراتوارونه نصبول، د دې لپاره چې د سوداګرو محصولات د کیفیت او روغتیا له پلوه ډاډمن شي، کرنیزو متشبثینو ته نړیوال سټنډرډونه او سندونه ور پېژندل او د انساجو د کښت «Tissue Culture» لابراتوارونه ایجادول او د کچالو د تولید لپاره د کلونل «Micro-Propagation» ريښو کرکېله شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن