ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو : سوله او امنیت کې افغانستان سره ژمن یو

ناټو : سوله او امنیت کې افغانستان سره ژمن یو

author avatar
27 Jun 2019 - 22:38
ناټو : سوله او امنیت کې افغانستان سره ژمن یو
author avatar
27 Jun 2019 - 22:38

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۸) :  د ناټو سرمنشي وایي، چې د افغان سولې پروسې ښه ملاتړ په دې کې دی، چې له افغانستان سره ژمن پاتې شي.

د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د دغه سازمان ددفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د افغانستان په اړه تر ځانګړې ناستې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې په دې ناسته کې د ناټو سازمان د ۲۹ غړو هیوادونو او په افغانستان کې د ناټو د روزنې غوڅ ملاتړ ماموریت متحدینو او د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله ګډون کړي وو.

د ناټو سرمنشي وویل، د دوی لخوا د افغان ځواکونو له روزلو څخه موخه داده، چې هلته سولې لپاره حالات برابر شي.

سټولټنبرګ زیاته کړه، په افغانستان کې د ناټو قوماندان او ملکي استازې ددې ناستې ګډونوالو د وروستیو حالات په اړه تازه معلومات ورکړل .

دی وایي : (( که څه هم په افغانستان کې اوس هم ننګونې شته، خو اوس سولې لپاره تر هر وخته چانسونه زیات دي.))

د هغه په وینا، د ناستې ټولو ګډونوالو دافغان سولې لپاره دامریکا د ځآنګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو ملاتړ وکړ، څو په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړي ته لاره هواره شي.

سرمنشي وویل، چې ناټو افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی ، تر ۲۰۲۴ کاله به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

سټولټنبرګ وایي : (( موږ به تر هغې پورې چې اړتیا وي، په افغانستان کې پاتې کیږو، او دا باید ځان ډاډه کړو، چې دا هیواد  یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه  شی، په ګډه هلته تللي یو او په ګډه به ترې وځو.))

نوموړي د افغان سولې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، که څه هم سولې ته چانسونه ډیر دي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه، چې کله او څه ډول تړون کیږي.

د هغه په وینا، دامریکا او طالبانو ترمنځ پر څلورو موضوعاتو خبرې روانې دي او کله چې پر ټولو موافقه وشوه، بیا دتړون امکان ډیر دی.

د ناټو سرمنشي وویل، چې جرمني د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره اسانتیا برابروي او ناټو د جرمني ددې هڅو ملاتړ کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.