کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې ریاست درې پړاوونو ټاکنو ته د یوولس نوماندانو له ډلې ډېری یې سوداګر دي چې له دې امله په ټاکنو د رایو پېر او پلور په تړاو ځینې ادعاوې موجود دي.
د ملي شورا اوولسمه دوره د روان کال غويي په شپږمه پرانیستل شوه چې د ولسي جرګې ریاست لپاره لومړنۍ ټاکنې د غويي په ۲۶مه، دویم پړاو د چنګاښ په څلورمه او درېیم پړاو د چنګاښ په پنځمه ترسره شوې.
د ټاکنو په دې درې پړاوونو کې، په لومړي پړاو کې د جرګې غړو ترمنځ د یوې رایې پر سر اختلاف د لفظي او فزیکي شخړې لامل شو، د ولسي جرګې ریاست لپاره ټولټال یوولس کسان نوماندان وو؛ خو یو یې هم پنځوس جمع یوه رایه ترلاسه نه شو کړای.
د داخلي اصولو له مخې، ټاکل شوې ده چې په شنبې ورځ د درې پړاوونو ټاکنو مخښکو نوماندانو ترمنځ میر رحمان رحماني چې ۱۲۳ رایي لري او خان محمد وردګ چې ۱۰۵ رايې ګټلې دي، ټاکنې ترسره شي.
د یوولسو نوماندانو له ډلې اووه یې (میررحمان رحماني، خان محمد وردګ، خان اغا رضايي، میرافغان صافي، جاوید جیحون او کمال ناصر اصولي) سوداګر دي.
د یوه راپور له مخې، میر رحمان رحماني د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې هم د پروان ولایت د خلکو استازی و، د څه مودې لپاره یې د پروان ولیت د سوداګرۍ او صنایعو خوني مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده، د افغانستان له مخکښو سوداګرو ګڼل کېږي او ډېره شتمني یې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره د تېلو لېږد رالېږد او اکمال قراردادنو له لارې ترلاسه کړې ده.
دغه راز د یاد راپور پر بنسټ، د خوست اوسېدونکی کمال ناصر اصولي چې د حقوقو په څانګه کې یې لوړې زده کړې لري، هغه هم سوداګریز فعالیت لري او د جرګې په شپاړسم دور کې هم د خوست اوسېدونکو استازی و.
خان محمد وردګ چې د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی دی، د "خان سټیل" په نوم د وسپنې ويلې کولو یوه فابریکه لري او د اقتصاد په برخه کې يې لوړې زده کړې ترلاسه کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن