د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بڼوالۍ د ودې د یوې پروژې چارې پیل شوې

د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بڼوالۍ د ودې د یوې پروژې چارې پیل شوې

Jun 27, 2019 - 14:59

 

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): «د بڼولۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» پروژې چارې چې په ١١ ولايتونو کې عملي کېږي، پيل شوې او ټاکل شوې د ١٥٠ ميليون ډالرو په لګښت په راتلونکو شپږو کلونو کې بشپړې شي.

د دې پروژې په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وویل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي کړنلارې پر بنست د دې پروژې له لارې په ۱۱ ولایتونو «کابل، میدان ‌وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوگر، ننگرهار، بامیان، کونړ او لغمان» کې د بڼولۍ د ځنځیري ارزښت په برخه کې د شپږو کلونو په ترڅ کې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګول کېږي.

ده زياته کړه، دغه پروژه د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلېږي او په دوو او درې کلني پړاوونو کې چې هر پړاو د ۷۵ میلیونه ډالرو دى، په لګښت پلی کېږي.

 

د هغه په وينا، یاده پروژه به د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمام شي چې عمده اغېزې به یې د بڼولۍ د تولید د معیاري کولو تر څنګ د بڼولۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې وي.

د کرنې وزیر وايي: «د دې پروژې په پلي کولو سره دوه مهمې موخې تعقیبوو چې لومړی یې د زېربناوو وده او ښه کول او د بڼولۍ د محصولاتو ځنځیري ارزښت لوړول او دویم یې د بڼولۍ د محصولاتو د صادراتو د پراختیا په پار ملي وړتیاوې لوړول دي.»

د ده په خبره، که د دوی د بڼولۍ محصولات «برنډ» شي، دا به په نړیواله کچه د افغانستان د بڼولۍ محصولاتو له بازارموندنې سره لویه مرسته وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په لومړی پړاو کې د سبو او مېوو د بسته بندۍ او پروسس مرکزونه جوړول، د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ په پار د ماشینونو او توکو تدارک او چمتو کول، عصري سړې خونې یا «Controlled Atmosphere» جوړول، د محصولاتو د کیفیت د تضمین په پار د پروسس په مرکزونو کې لابراتوارونه نصبول، د دې لپاره چې د سوداګرو محصولات د کیفیت او روغتیا له پلوه ډاډمن شي، کرنیزو متشبثینو ته نړیوال سټنډرډونه او سندونه ور پېژندل او د انساجو د کښت «Tissue Culture» لابراتوارونه ایجادول او د کچالو د تولید لپاره د کلونل «Micro-Propagation» ريښو کرکېله شامل دي.

 

دى زياتوي، د دې پروژې په دویمه برخه کې، هغه فرعي کارونه چې بزګرانو لپار ځانګړې شوي دي، عملي کېږي.

په دې برخه کې عصري ګلخونې جوړول، د پیاز او کچالوو لپاره صفر انرژۍ سړې خونې جوړول، د متراکمو بڼونو جوړولو، د انګورو بڼونو چیله بندي او جوړول، ممیزخونې جوړول، له اوبیزو سرچینو موثره ګټه پورته کول، د بزګرانو لپاره د هغوی د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره حوضونه جوړول او همداراز د څاڅکي اوبو لګولو عصري سیستمونه جوړول دي.

د وزارت دغه مقام وويل، هغه ۱۱ ولایتونه چې په دې پروژه کې شامل دي، له دې وړاندې ورته د بڼولۍ د محصولاتو په برخه کې کافي معیاري خدمتونه وړاندې شوي نه دي.

د دې پروژې په پلي کېدو سره د یادو ولایتونو بزګران له ملي او نړیوالو بازارونو سره نښلول کېږي او دغه راز د هغوی د باغونو د محصولاتو ظرفیت به هم د پام وړه وده وکړي.

ده څرګنده کړه چې د پروژې د دوامداره پلې کېدو په پار د فرعي پروژو په تمویل کې د متشبثینو ونډه ۵۰ سلنه او د بزګرانو ۲۰ سلنه ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement