بروکسل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): د ناټو سرمنشي وايي چې دغه سازمان له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته ژمن دی؛ څو په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ شي.
د ناټو سرمنشي ینز سټولټنبرګ نن د دې غونډې په دويمه ورځ چې افغانستان یې د اجنډا یوه برخه ده، وویل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره د ناټو ژمنه اوږدمهالې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالتونه هڅه کوي څو د مذاکراتو له لارې سوله ییزه حل لار ولټوي او دمګړۍ د سولې ټینګښت لپاره ځانګړې موکه رامنځته شوې ده.
هغه وویل: ((موږ هڅه کوو څو په افغانستان کې مذاکراتو او د جګړې سوله ییز حل لپاره چاپېریال رامنځته کړو.))
هغه یادونه وکړه چې ناټو د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد له هڅو بشپړ ملاتړ کوي او دغه سازمان له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه سره د مالي او جګړه ییزو مهارتونو زده کړې په برخو کې مرسته کوي.
د ناټو دفاع وزیرانو نننۍ غونډه افغانستان ته ځانګړې شوې ده، د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او نړیوال بانک استازو ګډون کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن