ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: هيله ده پاکستان ته سفر مو مثبتې پايلې ولري

ولسمشر غني: هيله ده پاکستان ته سفر مو مثبتې پايلې ولري

author avatar
27 Jun 2019 - 11:50
ولسمشر غني: هيله ده پاکستان ته سفر مو مثبتې پايلې ولري
author avatar
27 Jun 2019 - 11:50

 

کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٨): ولسمشر اشرف غني اسلام اباد ته له رسېدو سره سم د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي دي.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته د ښه راغلاست تر څنګ پاکستان ته د نوموړي پر سفر خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا او د باور فضا رامنځته کولو لپاره یې د ولسمشر غني دغه سفر ګټور وباله.

ولسمشر غني د پاکستان بهرنیو چارو له وزیره د مننې تر څنګ وویل: ((د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د اجماع او وړاندیز پر اساس پاکستان ته راغلی یم.))

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې او مناسبات باید په متقابل درناوي او د دولت په دولت ترمنځ د اړیکو د اصل پر اساس استوار وي.

اشرف غني هيله څرګنده کړې چې دغه سفر به د افغانستان او پاکستان ملتونو ته مثبت پایلې ولري او همدارنګه به په سیمه ییزه همکاریو او اتصال کې د پاکستان فعال رول وهڅوي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر به د پاکستان ولسمشر، د پوځ له مشر او لومړي وزير سره هم وګوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.