د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په غزني ولایت کې د نوم لیکنې بهیر یوه اوونۍ نور وغځېد

په غزني ولایت کې د نوم لیکنې بهیر یوه اوونۍ نور وغځېد

Jun 27, 2019 - 18:38

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): د ټاکنو کمېسیون وايي چې د ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې له پیل راهيسې څه باندې ۲۳۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده چې له دې ډلې تر ۱۲۰زره ډېر نارینه، نږدې ۷ زره ښځې او ۲۹۳۲ کوچيان دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن د یوې خبري غونډې پر مهال کابل کې وویل چې تر پرون مازدیګر پورې د هېواد په کچه ۲۳۵ زرو او ۹۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده.

نوموړې زیاته کړه چې له دې جملې څه باندې ۱۲۲زرو او ۹۰۰ نارینه وو، نږدې ۷۰ زرو ښځو او ۲۹۳۲ کوچیانو نوم لیکنه کړې ده.

هغې په غزني ولایت کې د نوم لیکنې بهیر ته په اشارې وویل چې له ۲۸ زرو او ۱۰۰ څخه زیات نارینه، څه باندې ۱۲زره او ۶۸۰ ښځې او ۲۴۰ کوچيان دي.

هغې په ډاګه کړه: ((دغه بهیر له مهالوېش سره سم له غزني ولایت پرته په ټولو ولایتونو کې پای ته رسېږي او له سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او پر ټاکنو د څار بنسټونو غواړو او خلک نوم لیکنې ته وهڅوي.))

نورستانۍ د چنګاښ له اتمې وروسته د تقویتي نوم لیکنې بهیر د پای خبر ورکړ، ویې ویل چې په غزني ولایت کې د نوم لیکنې بهیر یوې بلې اوونۍ ته وغځېد.

د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنې بهیر د غبرګولي په اتلسمه په ټول هېواد کې پیل شو.

د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنې په دغه پړاو کې د هېواد په کچه ۴۵۸ مرکزونه او غزني ولایت لپاره ۲۴۲ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement