ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په هلمند کې ٧ پوليس او ١٥ طالبان وژل شوي

چارواکي: په هلمند کې ٧ پوليس او ١٥ طالبان وژل شوي

author avatar
27 Jun 2019 - 11:55
چارواکي: په هلمند کې ٧ پوليس او ١٥ طالبان وژل شوي
author avatar
27 Jun 2019 - 11:55

لښکرګاه (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۸): ځايي چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې د عملياتو پر مهال پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په ۳۱ غربي سیمه کې وسله والو طالبانو پر یوې امنیتي پوستې ډله يیز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې شپږ سيمه ييز پوليس او يو ملي پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو له پوستې وسلې او مهمات هم وړي دي.

د ولايت وياند له نورو جزئیاتو پرته د پېښې پخلی وکړ.

بلخوا په دغه ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي پژواک ته وویل چې د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ يې تېره ورځ د سنګين ولسوالۍ په بارکزي سيمه کې عمليات او بمبار کړی چې په ترڅ کې يې اووه طالبان وژل شوي او يو ټپي دى.

هغه وايي چې بهرنيو ځواکونو په مارجه او ګرمسېر کې هم هوايي بريدونه کړي او ٤ وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.

دغه راز سرچينې ويلي چې دوه نور طالبان د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د دغه ولايت د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالبصیر اڅکزي د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ اړوند سيمو کې یې د نشه يي توکو پر وړاندې چاڼيز عملیات کړي دي.

سرچينې زياته کړې، د عملیاتو پر مهال افغان ګډو ځواکونو ٢٠٠ کيلوګرامه پاخه ترياک او ٢٠ کيلوګرامه هيرويين نیولي دي.

نوموړي وويل چې ترلاسه شوي نشه يي توکي اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.