ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د زرغونې انا مقبره رغول کېږي

کندهار کې د زرغونې انا مقبره رغول کېږي

author avatar
27 Jun 2019 - 16:29
کندهار کې د زرغونې انا مقبره رغول کېږي
author avatar
27 Jun 2019 - 16:29

کندهار (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کندهار کې د لوی امپراتور احمد شاه بابا د مور زرغونې انا د مقبرې پر رغولو ۹ میلیونه افغانۍ لګوي.

د زرغونې انا مقبره د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ده او کلونه کېږي چې په خراب وضعیت کې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند رسول باوري او د دغه وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد چې کندهار ولایت ته یې سفر کړی، د دې مقبرې د رغولو چارو د ژر پيلېدو خبر ورکړ.

پوهاند رسول باوري پژواک خبري اژانس ته وویل، اړوند وزارت د احمد شاه بابا د مور د مقبرې د رغولو لپاره سمدستي ۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې خو که اړتیا شي نورې پیسې به هم پرې ولګوي.

هغه زیاته کړه، د کندهار اوسېدونکو له ډېره وخته د دغه تاریخي زیارت او مقبرې جوړولو غوښتنه کوله چې له ښه مرغه په دې وروستیو کې ورته بودجه منظور شوې او کارونه به یې ژر پيل شي.

د زرغونې انا مقبره چې پر جوړېدو یې شاوخوا سل کلونه اوړي، تاریخي مخینه لري چې په تېر کې د نه پاملرنې له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

زرغونه انا د احمد شاه بابا مور او د خپل وخت پوهه او هوښیاره مېرمن وه او کله چې احمد شاه بابا د لويي جرګې له خوا د هېواد د مشر او ساتونکي په توگه وټاکل شو، نو هغې د يوې مشاورې په توګه له هغه سره په چارو کې مرسته کوله.

د زرغونې انا د مړیني دقیقه نېټه نشته خو ویل کېږي چې د ١١٧٤ هـ ق او١١٨٦هـ ق کلونو ترمنځ وفات شوې ده.

په ورته توګه پلاوي د میرویس نیکه د مقبرې له رغنیزو چارو هم لیدنه وکړه او ویې ویل، د دغه تاریخي زیارت د رغونې چارې موده وړاندې پيل شوې او په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.

باوري وویل، د میرویس نیکه مقبرې رغونې چارې ډېرې ښې ترسره شوې، وزارت پلان لري په کندهار کې ټولو تاریخي ابداتو او اماکنو ته پاملرنه وکړي څو دغه تاریخي شتمني خوندي وساتل شي.

ده یادونه وکړه چې همدا اوس په کندهار کې د ۴ تاریخي ځایونو (د میرویس نیکه مقبره، زړه جامع، نارنج ماټۍ او مینا برج) د رغونې چارې روانې دي او له اړتیا سره سم به د نورو تاریخي ځایونه رغونه هم پيل شي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته مننه کوي چې په دې وروستیو کې یې د تاریخي ځایونو خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.