کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۸) : د ناټو سرمنشي وایي، چې د افغان سولې پروسې ښه ملاتړ په دې کې دی، چې له افغانستان سره ژمن پاتې شي.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د دغه سازمان ددفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د افغانستان په اړه تر ځانګړې ناستې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه زیاته کړه، چې په دې ناسته کې د ناټو سازمان د ۲۹ غړو هیوادونو او په افغانستان کې د ناټو د روزنې غوڅ ملاتړ ماموریت متحدینو او د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله ګډون کړي وو.
د ناټو سرمنشي وویل، د دوی لخوا د افغان ځواکونو له روزلو څخه موخه داده، چې هلته سولې لپاره حالات برابر شي.
سټولټنبرګ زیاته کړه، په افغانستان کې د ناټو قوماندان او ملکي استازې ددې ناستې ګډونوالو د وروستیو حالات په اړه تازه معلومات ورکړل .
دی وایي : (( که څه هم په افغانستان کې اوس هم ننګونې شته، خو اوس سولې لپاره تر هر وخته چانسونه زیات دي.))
د هغه په وینا، د ناستې ټولو ګډونوالو دافغان سولې لپاره دامریکا د ځآنګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو ملاتړ وکړ، څو په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړي ته لاره هواره شي.
سرمنشي وویل، چې ناټو افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی ، تر ۲۰۲۴ کاله به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.
سټولټنبرګ وایي : (( موږ به تر هغې پورې چې اړتیا وي، په افغانستان کې پاتې کیږو، او دا باید ځان ډاډه کړو، چې دا هیواد یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شی، په ګډه هلته تللي یو او په ګډه به ترې وځو.))
نوموړي د افغان سولې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، که څه هم سولې ته چانسونه ډیر دي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه، چې کله او څه ډول تړون کیږي.
د هغه په وینا، دامریکا او طالبانو ترمنځ پر څلورو موضوعاتو خبرې روانې دي او کله چې پر ټولو موافقه وشوه، بیا دتړون امکان ډیر دی.
د ناټو سرمنشي وویل، چې جرمني د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره اسانتیا برابروي او ناټو د جرمني ددې هڅو ملاتړ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن