غزني (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٨): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې په ده يک ولسوالۍ کې د هوايي بريد پرمهال د اووه پاکستانيانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو په ده يک ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د اووه پاکستانيانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د ده يک په جګړه کې تېره شپه څلور امنيتي سرتيري هم وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
نوري زياتوي چې د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ او نور سيمې د حکومتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
خو بل لورته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د ده يک ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ بېرته نيولې ده.
هغه وايي چې په دغه جګړه کې د قوماندان صالح محمد محمد په ګډون ٣٥ حکومتي سرتېري وژل شوي او پنځه ټانګونه يې له منځه تللي دي.
ده وويل چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې د غزني حکومتي مسوولينو ويلي و چې د ده يک ولسوالۍ يې له يو کلن ځنډ وروسته بېرته له طالبانو څخه نيولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن