ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان له سهميې  ٥٠٠ افغان کډوال د حج فريضې ادا کولولپاره لېږل کيږي”

“د افغانستان له سهميې ٥٠٠ افغان کډوال د حج فريضې ادا کولولپاره لېږل کيږي”

author avatar
28 Jun 2019 - 15:59
“د افغانستان له سهميې  ٥٠٠ افغان کډوال د حج فريضې ادا کولولپاره لېږل کيږي”
author avatar
28 Jun 2019 - 15:59

کابل(پژواک، ٧ چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني وايي چې د افغانستان له سهميې څخه به پنځه سوه هغه افغان کډوال د حج فريضې د ادا کولو په موخه واستوي چې دا مهال په پاکستان مېشت دي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن سهار په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو، محصلینو، ښځو او د سوداګرو له استازو سره په کتنه کې وکړې.

په پيل کې يو شمېر کډوالو د زده کړو، هېواد ته د ستنېدو، پاسپورټونو، سوداګرۍ، سولې، د محصلینو د تحصیلي وېزو، ترانزیټ، د پانګونو د لېږد او نورو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړې.

دغو کسانو د سولې، انکشاف، زیربنا او نورو برخو کې د جمهوررئیس لاسته راوړنې او هلې ځلې وستایلې، جنګ او ناامني یې د افغانانو عمده ستونزه او هېواد ته د دوی د ستنېدو پر وړاندې لوی خنډ وباله او په ټينګار سره یې وویل، ټول افغان کډوال په ډېره بې صبرۍ په هېواد کې د تلپاتې سولې تامین ته شېبې شماري.

وروسته ولسمشر غني وويل: (( افغان کډوال تل زموږ په یاد دي او ستاسو وړاندیزونو او غوښتنو ته به رسیدګي وشي. له خپل سهم څخه به پنځه سوه کسان افغان کډوالو ته بیت الله شریف ته د حج فریضې ادا کولو لپاره ورکړم.))

د هېواد جمهوررئیس وویل، اوس فضا بدله شوې، د پاکستان لومړي وزیر ورته ويلي چې د لومړي ځل لپاره یې افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو حق ورکړی، د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو کې د ښه والي راتګ سره به د افغان کډوالو ستونزې نورې هم کمې او حل شي.

جمهوررئیس وویل، عمران خان او نورو پاکستاني مقاماتو ورسره په کتنو کې منلې چې د افغانانو باروړونکو لاریو او صادراتو ته به د واګه – اتاري لارې هند ته د تللو اجازه ورکړي او همدارنګه به د افغانستان له لارې پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو سره ونښلول شي.

محمداشرف غني وویل : (( موږ تورخم نه دی تړلی، دوی زموږ تاجرانو ته ستونزې ایجادولې، کراچۍ کې یې د افغان تاجرانو مالونه ځنډول، مګر موږ نورې بدیلې لارې پرانیستې، اوس به پاکستان په خپله د کراچۍ او نورو لارو ستونزې حل کړي.))

جمهوررئیس وویل، د پاکستان د مسلسلو غوښتنو او بلنو باوجود دوه کاله نه دى ورغلى، خو د سولې مشورتي لویې جرګې په غوښتنه او وړاندیز ورغى، تر څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ نورمال اړیکې او د اعتماد فضا رامنځته شي، ځکه خپلواک، پرمختللی او باثباته افغانستان د پاکستان او د سیمې د  ثبات لپاره هم ګټور دی.

غني څرګنده کړه: (( موږ له پاکستان سره  دعوه او جنجال نه غواړو، موږ له پاکستان سره ملي خپلواکۍ ته په متقابل درناوي او ملي ګټو ولاړې اړیکې او مناسبات غواړو.))

هغه په ټینګار سره وویل، افغانان نه چاته په ننواتې ورځي او نه یې هم څوک حقونه تر پښو لاندې کولای شي.

محمداشرف غني تلپاتې او باعزته سولې ته په اشارې وویل، سیاسي حل لارې ته چمتو دى خو د دې لپاره  نه چې طالبان زورور دي، بلکې په هېواد کې د جنګ، ناورین او د خپلو خلکو د ستونزو د ختمولو لپاره.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.