ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د پارولفټينګ سيالۍ ترسره شوې

خوست کې د پارولفټينګ سيالۍ ترسره شوې

author avatar
28 Jun 2019 - 10:02
خوست کې د پارولفټينګ سيالۍ ترسره شوې
author avatar
28 Jun 2019 - 10:02

خوست ښار (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۸): خوست کې د «سولې غږ» تر نامه لاندې د پنځو ولايتونو ترمنځ د پاورلفټېنګ سيالۍ تر سره شوې.

د پاورلفټېنګ دغه سيالۍ چې د خوست ښاروالۍ په مالي ملاتړ د خوست د پاورلفټېنګ فدراسيون له خوا جوړې شوې وې، د خوست، تخار، پکتيا، لوګر او جوزجان ولايت پنځوسو لوبغاړو په کې برخه اخيستې وه.

د خوست د پاورلفټېنګ فدراسيون مشر فيض محمد ګلاب دوست په همدې تړاو پرواک خبري اژانس ته وويل چې له دې سياليو څخه موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او له دې لارې هېوادوالو ته د سولې غږ رسول دی.

دی زياتوي: ((دا کومې سيالۍ چې موږ جوړې کړې دا د سولې غږ تر نوم لاندې دي، ځکه موږ ورزشکاران د سولې غږ پورته کوو څو په ټول هېواد کې سوله راشي او بل پيغام دا و چې لوبغاړي د خوست کلتور او عنعنات له ځان سره يوسي او هکلته يې له خلکو سره شريک کړي.))

په همدې حال کې د تخار ولايت د پاورلفټېنګ فدراسيون مشر عبدالمالک يوولداش پژواک اژانس ته وويل خوښ دی چې د لومړي ځل لپاره په خوست کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د پاورلفټېنګ سيالۍ جوړيږي او دوی په کې ګډون کوي.

هغه وايي: ((له دې سياليو څخه هدف په هېواد کې د سرتاسري سولې راتګ دی. موږ ورزش سره علاقه لرو، هميشه ورزش کوو او افغانستان ته د سولې راوستو لپاره له هيڅ ډول کار څخه درېغ نه کوو.))

د انورالله او حيات الله په نومونو د پاورلفټېنګ د دې سياليو دوو تنو لوبغاړو هم پژواک ته وويل د سپورټ ترڅنګ هر هغه مشروع کار چې هېواد ته د سولې راوستو سبب ګرځي، دوی به يې ترسره کړي.

هغوی زياته کړه: ((انشاالله موږ ورزشکاران کولای شو چې د سولې غږ هر ځای ته ورسوو او هر چېرته د سولې نمونه وړاندې کړو. ورزشکاران بايد سوله راولي، ځکه دوی د سولې سفيران دي او په هر ځای کې بايد د سولې پيغام خپور کړي.))

د پاورلفټېنګ دغه سيالۍ د خوست فوټبال په ملي لوبغالي کې ترسره شوې او يوه ورځې يې دوام وکړ چې په ترڅ کې يې خوست لومړی، پکتيا دويم او تخار ولايت درېيم مقام ترلاسه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.