کابل (پژواک،۷ چنګاښ ۹۸): دفاع وزارت ادعا کوي چې د هوايي بريد په ترڅ کې يې د لوګر ولايت لپاره د طالبانو والي له دوه مرستيالانو او شپږ نورو کسانو سره وژلى، چې درې وژل شوي کسان بهرنيان دي.
له دفاع وزارت څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر لپاره د وسله والو طالبانو والي حاجي لالا، مرستيالان يې هر يو بريالى او فريدون ددغه ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوي .
سرچينه زياتوي چې په دغه بريد کې د پنځو ولايتونو (غزني، لوګر، خوست، پکتيا او کابل) لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول مولوي شمس الرحمن، دوه بهرني قوماندانان رووف او شجاع او دوه سرګروپان يې احرار او بلال وژل شوي دي .
په لوګر کې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې په څرخ کې کومانډو سرتېرو عمليات کړي چې يو شمېر وسله وال طالبان او درې امنيتي سرتېري په کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن