ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوېډن کمېټې کونړ کې له زده کړو محرومو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې

سوېډن کمېټې کونړ کې له زده کړو محرومو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې

author avatar
28 Jun 2019 - 15:24
سوېډن کمېټې کونړ کې له زده کړو محرومو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې
author avatar
28 Jun 2019 - 15:24

جلال اباد (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۸):  د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې مسوولين وايي چې د کونړ په لرو پرتو سيمو کې يې د ۱۳ ښوونځيو په جوړولو سره له زده کړو محرومو ۶۵۰ زده کوونکو ته د درس ويلو زمينه برابره کړې ده.

دوی وايي، د کونړ په لرې پرتو سیمو کې د لږ عمر زده کوونکي ښوونځیو ته نه شواى تللی، خو د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د کلیوالي ښوونځیو په جوړولو دا ستونزه حل کړې ده.

د دغې کمېټې د ختيځ زون دفتر څخه د چنګاښ په ۷مه پژواک ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغې کمېټې د کونړ شیګل ولسوالۍکې ۱۳ کلیوالي ښوونځي تاسیس کړي چې د ۳۰۰ نجونو په ګډون په کې ۶۵۰ تنه زده کوونکي خپلو استوګنځایونو ته نږدې زده  کړې کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، شیګل ولسوالۍ کې ټولټال ۱۳ کلي د سوېډن کمېټې د ښووني او روزنې له  پروګرامه ګټه پورته کوي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې خونه کڅ د شیګل ولسوالۍ له هغو کلیو څخه و چې وړاندې په کې ماشومانو زده کړو ته لاسرسی نه درلود او دولتي ښوونځی هم ترې لرې واټن کې و.

دوی وايي، د سوېډن کمېټې په  ۲۰۱۸ کال کې دغه کلي کې کلیوالي ښوونځی تاسیس کړ چې اوسمهال په کې ۷۷ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې  ۴۳ يې نجونې او ۳۴ نور یې هلکان دي او ښوونځی تر شپږم ټولګي پورې دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.