کابل (پژواک،٧چنګاښ ٩٨):د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې يې ٦١وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو وسله وال طالبان دغه خبر ردوي او امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
له ملي دفاع وزارت څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ساعتونو کې د ١٣ تعروضي او ګډو چاڼيزو عملياتو پرمهال چې د هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره و، وسله والو ته اړولې ده .
د سرچينې په خبره ، ياد عمليات په تخار، پکتیا، هلمند، فاریاب، هرات، اروزګان، فراه، بلخ، بغلان، غزني کونړ، نیمروز او بدخشان ولایتونو کې تر سره شوي دي .
د سرچينې په وينا، ددغو عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو يوشمېر سنګرونه ويجاړ، ماينونه يې شنډ او يوه اندازه وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاسته راغلي دي.
دفاع وزارت د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو بله خوا وسله والو طالبانو د دفاع وزارت ياده ادعا رد کړې او امنيتي ځواکونو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر کې ليکلي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې په ١٩ ولايتونو کې د بريدونو پرمهال يې ١٢٦امنيتي سرتېري وژلي او ٦٨نور يې ټپيان کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن