ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: هيله ده پاکستان ته مو سفر د همکاریو نوی باب پرانیزي

ولسمشرغني: هيله ده پاکستان ته مو سفر د همکاریو نوی باب پرانیزي

author avatar
28 Jun 2019 - 09:34
ولسمشرغني: هيله ده پاکستان ته مو سفر د همکاریو نوی باب پرانیزي
author avatar
28 Jun 2019 - 09:34

کابل (پژواک،٧چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني د پاکستان له ولسمشر سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو، د سیمې د ثبات، امنیت او اقتصادي ودې، د بې وزلۍ ضد مبارزې او د دواړو هېوادونو ملي خپلواکۍ ته د متقابل درناوي لرلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

پر دغو موضوعاتو خبرې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ تېر  ماښام پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان جمهوررئیس عارف علوي سره د ليدنې پرمهال وکړې.

عارف علوي جمهوررئیس محمداشرف غني او ورسره  پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دغه سفر یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو او د باور فضا د رامنځته کولو لپاره ګټور وباله.

په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو، د سیمې د ثبات، امنیت او اقتصادي ودې، د بې وزلۍ ضد مبارزې او د دواړو هیوادونو ملي خپلواکۍ ته د متقابل درناوي لرلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني وویل، د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د اجماع او غوښتنې په اساس له پاکستان سره د نورمالو اړیکو د ایجاد په موخه یې دغه هېواد ته سفر وکړ او هیله ده چې دا سفر  به د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو لپاره نوی باب پرانیزي.

 ولسمشر غني او پلاوي يې د پاکستان د ولسمشر له خوا په برابره شوې مېلمستيا کې هم ګډون وکړ.

د يادونې ده چې ولسمشر غني د پاکستان په رسمي بلنه تېره ورځ د ياد هېواد پلازمېنې اسلام باد ته په دوه ورځني سفر تللى او ټاکل شوې چې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.