کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۸) : د کابل او جلال اباد ښارونو په چاودنو کې کم تر کمه پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د کابل یوې امنیتي سرچینې د چنګاښ په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن تر ماښام وروسته په اتو بجو د کابل ښار د چمن حضوري ترڅنګ د ترافیکو غرفې سره چاودنه وشوه،
سرچینې زیاته کړه، کله چې پولیس سیمې ته ورغلل، نو بله چاودنه وشوه، چې له امله یې څلور تنه ټپیان شوي دي.
بلخوا نن تر ماښام وروسته د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې هم په یوه درملتون کې چاودنه شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي پژواک ته وویل، چې چاودیدونکي توکي په یوه درملتون کې ځاي پر ځای شوی وو، چې له امله یې یو تن د شیشو د ماتیدو له امله ټپی شوی دی.
تر اوسه ددې چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن