کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۸) : دپاکستان حکومت په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسیدلو نیټه د یوه بل کال لپاره غځولې ده.
دغه نیټه دوه ورځې وروسته ( د جون په ۳۰مه) پای ته رسیدلې ده.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ( یو این ایچ سی ار) لخوا د چنګاښ په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان د حکومت کابینې دغه نیټه د یوه بل کال لپاره غځولې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په پاکستان کې ۱،۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال میشت دي او دوی کولی شي، په قانوي توګه دیوه بل کال لپاره هلته پاتې شي.
په پاکستان کې د کډوالو دعالي کمشنري د پاکستان د دغه اقدام هرکلی او ستاینه یې کړې ده.
ددې ادارې مشرې مینیکدیویلا ویلي، چې پاکستان له تیرو څو لسیزو د افغان کډوالو کوربه توب کوي او دوی به له پاکستان سره په دې برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن