کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٨): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو بیې لوړې شوې خو د قزاقي اوړو او غوړیو بیې لږ ټيټې شوې دي.
د حاجي فواد احمد صالح زاده په نوم د کابل ښار د تېمورشاهي واټ یوه زرګر پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ٢٧٥٠ افغانۍ څخه ٢٩٠٠ او د یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه له ٢٣٠٠ افغانۍ څخه ٢٤٠٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د سرو زرو بیې په نړیوالو بازارونو کې تر لوړېدو وروسته د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړې شوې دي.
خو د قزاقي اوړو او مایع غوړیو بیې لږ ټيټې شوې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رییس محمد همایون پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده توګه د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ١٥٠٠ څخه ١٤٧٠ افغانۍ ته، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ١١٠٠ څخه ١٠٨٠ افغانۍ ته را ټيټې شوې دي.
خو د ده په خبره، نن لکه د تېرو ورځو په څېر د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۲۰۴۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونيزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام تور افریقايي چای بیه ۳۲۰ افغانۍ ده.
د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو کې ډېر توپیر لري.
د احمد صمیم په نوم د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٥٣٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢١٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاي بیه ٣٢٠ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ٣٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو بیو تغییر نه دی کړی.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ٥٢ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۹ افغانۍ پلورل کېږي.
دغه راز د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ٦٥ افغانۍ پلورل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن