ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا سفیر: په افغانستان کې سوله د ټاکنو په پرتله لومړيتوب لري

د امریکا سفیر: په افغانستان کې سوله د ټاکنو په پرتله لومړيتوب لري

author avatar
29 Jun 2019 - 19:49
د امریکا سفیر: په افغانستان کې سوله د ټاکنو په پرتله لومړيتوب لري
author avatar
29 Jun 2019 - 19:49

کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٨): په کابل کې د امریکا سفیر د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د سولې د اووم پړاو خبرو پایلو ته د هیله مندۍ ښودلو ترڅنګ وویل، په افغانستان کې د ټاکنو په پرتله سوله لومړيتوب لري.

ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو نن په قطر کې پیل شي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس نن په کابل کې له یو شمېر خبریالانو سره په ګردي مېز کې وویل: ((د خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولې خبرو نوی پړاو په دوحه کې پیلېږي، موږ هیله من یو چې دا ځل ښې پایلې تر لاسه کړو.))

جان بس په دې اړه یوې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې سوله د امریکا لومړيتوب دی، که ټاکنې چې ټاکل شوې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي؟ وویل: ((موږ باید پر دواړو [سولې او ټاکنې] کار وکړو، که څه هم ټاکنې هم مهمې دي، ځکه یوه ستره ملي موضوع ده، خو سوله زموږ لومړيتوب دی، ځکه مهمه موضوع ده. تر اوسه چې موږ له ټولو کسانو سره خبرې کړې، سوله یې لومړيتوب دی.))

نوموړي زیاته کړه، د روان کال په اوړي کې باید ډېری کارونه د سولې ترسره شي او له سولې وروسته پر ټاکنو هم کار وشي.

هغه افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو وروستي سفر ته په اشاره وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې سوله د امریکا د دولت په لومړیتوبونو کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د سفر پر مهال په ټاکلي وخت د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو د ټينګار کولو ترڅنګ هیله مندي ښکاره کړه چې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره سوله وشي.

د امريکا سفير افغانانو ته په خطاب کې وويل چې د سولې بين الافغاني خبرو ته دې چمتووالى ولري.

جان بس دې پوښتنې ته په ځواب کې چې که امریکا په افغانستان کې د سرپرست حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړي، ایا امریکا به د طالبان ددې غوښتنې ملاتړ وکړي؟ وویل: ((موږ له طالبانو سره د حکومتدارۍ پر سر خبرې نه دي کړې او نه یې کوو. دا مسئله په بین الافغاني خبرو پورې اړه لري، که موږ په دې موضوعاتو خبرې وکړو، ښې پایلې نه لري.))

د امریکا سفیر زیاته کړه، امریکا د سولې په خبرو کې د طالبانو په لفظي ژمنه بسنه نه کوي او باید عملي ژمنې ولري، له دې پرته امریکا د طالبانو پر لفظي ژمنه له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو اقدام نه کوي.

هغه په دې اړه یوې بلې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا له طالبانو سره تر سولې وروسته به داعش د دوی ځای ناستی او د افغانستان د امنیت لپاره یو ګواښ نه وي؟ وویل: ((افغانستان داسې هېواد دی چې ډېرې تروریستي ډلې په کې شته، له طالبانو سره تر سیاسي توافق وروسته به طالبان له حکومت سره یو ځای په افغانستان کې د ډار اچوونکو ډلو سره مبارزه وکړي.))

هغه وویل، امریکا د سولې له ټینګښت او له طالبانو سره توافق ته تر رسېدو وروسته اوس هم په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمنه ده؛ لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي چې له ترهګرۍ په ځانګړې توګه داعش سره به جدي چلند وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.