د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فراه روږدي: پولیس مو له مزد پرته په زور کار ته اړباسي

ټولنه

آرشيف

د فراه روږدي: پولیس مو له مزد پرته په زور کار ته اړباسي

Jun 29, 2019 - 17:11

فراه (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٨): په فراه کې پر نشه يي توکو یو شمېر روږدي کسان ادعا کوي چې پولیس یې وهي ټکوي او له مزد پرته یې سنګر جوړولو او نورو درنو کارونو ته اړباسي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د ۲۰۱۳ کال د راپور له مخې، په دغه ولایت کې پر بېلابېلو نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر تر ۴۵زره کسانو ډېر دی.

شهر کهنه یا فریدون کلا یوه تاریخي سیمه ده چې لرغونتوب یې شاوخوا ۲۵۰۰ کلونو ته رسېږي او د فراه ښار په یو کیلومترۍ کې موقعیت لري، خو اوس پر نشه يي توکو د سلګونو روږدو کسانو د راټولېدو پر ځای بدل شوی دی.

پر نشه يي توکو روږدو کسانو د دې کلا پر لویو او پلنو دېوالونو کې ځان ته غارونه جوړ کړي چې پر نشه يي توکو روږدي ډلې، ډلې کسان په کې ژوند کوي.

دغه راز د باغ کافي په نوم شنه سیمه چې د دې کلا په سوېل لوېديځ کې موقعیت لري هم پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د اوسېدو پر ځای بدله شوې ده.

پر نشه يي توکو روږدي وايي چې پولیس پرې ظلم کوي.

د احسان الله په نوم د «سور» کلي ۲۸ کلن اوسېدونکي چې پر نشه يي توکو روږدی دی، د ده په خبره درې کاله مخکې پر نشه يي توکو روږدی شوی دی.

هغه خپلو په خاورو ککړو وېښتاتو ته په لاس ټکان ورکړ او له یوه تیاره او دوده ډک غار څخه راووت او ویې ویل، په دغه غار کې ژوند کول د ده د ځوانۍ او کورنۍ پر وړاندې جبر دی.

نوموړي په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې وویل، د کورنۍ په اړه یې اندېښمن دی، د پښو ټپونه یې ښکاره کړل او زیاته یې کړه: ((پولیس ظلم کوي، ووینئ چې زه یې څومره وهلی ډبلولی یم.))

احسان الله ادعا وکړه چې دولت پولیسو ته پیسې ورکوي چې سنګرونه یې جوړ کړي، خو پولیس دغه پیسې خپلو جېبونو ته اچوي او پر نشه يي توکو روږدي کسان اړباسي چې د سنګرونو په جوړولو کې کار وکړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، یو شمېر پولیس روږدي کسان د اوبو د څاګانو کیندلو او نورو درنو شخصي کارونو ترسره کولو ته اړباسي.

هغه وویل: ((پولیس وهل ډبول کوي، زموږ حق نه راکوي، تر ماښامه مو وږي ساتي، که خبر هم ورته وکړې بد رد وايي... که د انسان وس وشي هملته ځان وژني، خو زموږ پر وس نه ده پوره.))

دغه ځوان زیاته کړه، روږدي د ټولنې ناروغ غړي دي او رسنۍ یې باید غږ تر چارواکو ورسوي څو پر دوی باندې د ظلم پر ځای د درملنې په برخه کې ورسره مرسته وشي.

پر نشه يي توکو بل روږدی شفق د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی دی خو په فریدون کلا کې ژوند کوي.

هغه چې خپل لوند کړی دستمال یې پر سر اچولی و او د یادې کلا دېوال ته یي تکیه کړې وه د احسان الله خبرې تایید کړې او ویې ویل: ((دولتي سرتېري چې کله اړتیا ولري، په رېنجر موټرو کې مو کاري سیمې ته انتقالوي او پرته له مزده پر موږ کار کوي.))

نوموړي زیاته کړه: ((دوه درې کاله مخکې پولیسو پر نشه يي توکو څو روږدي کار ته د نه تلو له امله داسې ووهل چې څو ورځې وروسته یې په دې کلا کې ساه ورکړه.))

پر نشه يي توکو د روږدو کسانو دغه ادعا نورو سرچینو نه ده تایید کړې.

شفق وویل، پولیسو څو ځلې پر نشه يي توکو روږدي کسان کار ته اړ کړي خو د کار په بدل کې یې له «بدو ردو، څپېړو او لغتو» پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي او یوه افغانۍ هم نه ده ورکړل شوې.))

سیداحمد او نعمت الله دوه نور پر نشه يي توکو روږدي کسان دي چې پر وچو او چاودلو شونډو د فریدون کلا کې ژوند کوي.

دوی هم وايي، پولیس یې وهي او ټکوي او کار کولو ته یې اړ باسي.

سیداحمد ادعا کوي چې یوه ورځ له دې امله چې کار مې نه شوکولای پولیس دومره ووهلم چې بې هوښه شوم او پر ځمکه ولوېدم.

نعمت الله هم وايي: ((که پولیس هر کار او دولتي یا شخصي اجاره ولري موږ په زور بیايي، وهي، حقونه مو تر پښو لاندې دي او که غږ پورته کړو بیا اوس مو هم وهي، هېڅوک مو غږ نه اوري.))

د فراه ځیني اوسېدونکي هم پر نشه يي توکو له روږدو کسانو سره د پولیسو ناوړه چلند تاییدوي.

فریدون کلا ته د نږدې سیمې باغ کافي اوسېدونکي کلیم الله هم پژواک خبري اژانس ته وویل، د داسې صحنو شاهد دی چې پولیس پر نشه يي توکو روږدي کسان په زور او وهلو ډبولو رينجرو ته پورته کول او له ځان سره یې لېږدول.

هغه زیاته کړه، پر نشه يي توکو له روږدو کسانو سره دا ډول چلند د منلو وړ نه دی.

په فراه کې مدني فعال هم د پولیسو له خوا د روږدو د وهلو ډبولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، خپله یې لیدلي چې پولیسو روږدي کسان وهل او ډبول.

هغه زیاته کړه، اورېدلي یې دي چې پولیس روږدي کسان حوزې ته انتقالوي او حوزه پرې پاکوي.

د دغه مدني فعال په خبره، که څه هم تر اوسه روږدو مدني بنسټونو او د بشري حقونو د دفاع بنسټونو ته رسمي شکایت نه دی کړی خو پولیس باید له روږدو سره له دغه ډول چلنده چې د بشري حقونو نقض دی، لاس واخلي.

په ورته وخت کې د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، ښايي ځيني وخت د پولیسو په ګډون یو شمېر کسانو له روږدو په شخصي کارونو کې ګټه اخیستې وي خو امنیې قوماندانۍ هېڅکله روږدي کسان کار ته نه دي اړ کړي.

هغه وویل، د پولیسو ساختماني پروژو ته بودجه موجوده ده او اړتیا نشته چې پر نشه يي توکو روږدي کسان له مزد پرته کار ته اړ کړل شي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو او یا بشري حقونو د کوم بنسټ له خوا داسې کوم شکایت چې پولیسو له مزد پرته پر نشه يي توکو روږدي کسان کار ته اړ کړي وي کوم شکایت نه دی ثبت شوی.

خو هغه زیاته کړه، امنیه قومانداني د دې موضوع په اړه پلټنې کوي؛ ځکه پر نشه يي توکو روږدي کسان د ټولنې مظلومه او اړمنه طبقه ده او باید مرسته ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۳ کال د سلواغې په میاشت کې هم پر نشه يي توکو یو شمېر روږدو کسانو د پولیسو له بد چلنده پژواک خبري اژانس ته شکایت کړی و او ویلي یې وو، ځیني پولیس سرتېري دوی له مزد پرته درنو کارونو ته اړباسي.

په ورته وخت کې سمونوال دلبرخان خاکرېزي چې هغه مهال د فراه د امنیې قوماندانۍ سرپرست و، له روږدو کسانو سره د پولیسو له ناوړه چلنده د ناخبری تر څنګ ویلي وو: ((موږ به حتمن د دې موضوع په اړه څېړنې وکړو، که داسې وي له عاملینو سره به یې قانوني چلند وکړو.))

خو د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، د امنیې قوماندانۍ د هغه وخت کارکوونکي بدل شوي او نوموړی د ۱۳۹۳ کال د راپور په اړه معلومات نه لري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement