ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا خلکو د جنرال دادان لونګ لرې کېدو غبرګون کې لاریون وکړ

د پکتیا خلکو د جنرال دادان لونګ لرې کېدو غبرګون کې لاریون وکړ

author avatar
29 Jun 2019 - 16:23
د پکتیا خلکو د جنرال دادان لونګ لرې کېدو غبرګون کې لاریون وکړ
author avatar
29 Jun 2019 - 16:23

ګردېز (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۸): د پکتيا ولايتي شورا او سلګونو اوسېدونکو د تورن جنرال دادان لونګ په ملاتړ او له دندې د نوموړي د ګوښه کولو او تقاعد ته د سوق کولو پرېکړې پر ضد لاريون وکړ.

تورن جنرال دادان لونګ وړمه ورځ د ۲۰۳ تندر قول اردو له قومانداني ګوښه او پر ځای يې بريد جنرال خان الله شجاع د سرپرست په توګه وګومارل شو.

د پکتيا لاريون کوونکو ویل، که ولسمشرۍ مانۍ او دفاع وزارت د نوموړي په اړه شوې پرېکړه بېرته وانه خلي، نو خپل اعتراضونه به لا پراخ او له مرکزي دولت سره به پرېکون وکړي.

د ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال وايي چې دولت نه يوازې د پکتيا د ملکي او نظامي  کدرونو ګومارنې ته پام نه دی کړی، بلکې پر دندو شته لوړپوړي کسان هم په يوه او بله پلمه له دندو لرې کوي.

غروال زياته کړه: ((جنرال حفيظ الله، جنرال مندوزی، جنرال داوود امين، جنرال غرنی، جنرال منير منګل، همدارنګه ګلاب منګل، اريوبي او داسې نور هغه مثالونه دي چې په تېر يوه کال کې په دولت کې د ځينو مغرضو کړيو له خوا له دندو لرې کېږي، څو چې زموږ  کدر ته د قدر په سترګه ونه کتل شي، له مرکزي ادارې سره زموږ پرېکون دی.))

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وويل چې جنرال لونګ د سوېل ختيځ زون د امنيتي وضعيت په ښه کېدو او له فساد سره مبارزه کې رغنده رول لوبولی چې په دفاع وزارت کې د مشخصې کړۍ له خوا له ګواښ سره د هغوی د ګټو د مخامخېدو له امله له دندې ګوښه او له وخته مخکې تقاعد ته سوق شوی دی.

قادري زياته کړه: ((که مرکزي دولت زموږ غږ وانه وري، موږ به په پکتيا کې د والي د مقام دفتر وتړو او هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې پکتيا ته راشي.))

قومي مشر حاجي عبدالله وايي که جنرال دادان په فساد کې ښکېل وي او يا يې کومه غير قانوني کړنه ترسره کړې وي، څارنوالي ته دې معرفي شي، که نه په خبره يې دا ډول يې له دندې لرې کول د ټولو نظامي ځواکونو سپکاوی دی.

ده وويل: ((جنرال لونګ ډېره وړتيا لري، د نظامي علومو ماسټر دی او خپله وړتيا يې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې په سختو حالاتو کې ثابته کړې ده. له ټاکل کېدو سره سم یې په ډېر کم وخت کې غزني له دښمنه خلاص کړ. دی بايد لوی درستيز شي، تر دې لويه رتبه ورکړل شي او ډېر کار ترې واخيستل شي. مرګ دې وي پر خاينونو، رشوت خورو او معامله ګرو.))

يو بل قومي مخور دينه ګل غريب مل وويل چې د لويې پکتيا ډېری خلک او مشران د دادان لونګ سره همکار و او د نوموړي د همدې اړيکو او پوځي تدبير په مټ د دغه زون د ولايتونو ډېری ناامنه سيمې امن شوې دي.

ياده دې وي چې وړمه ورځ هم په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د جنرال لونګ تقاعد ته سوق کولو پر ضد لاريونونه او د نوموړي په اړه د شوې پرېکړې د بدلون غوښتنه شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.