کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ۹۸): میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو پر سر له یوې نیمې میاشتې اختلافاتو وروسته وتوانېد چې د ۱۳۷ رایو په ترلاسه کولو د دې جرګې رییس شي.
د غويي له ۲۶مې د چنګاښ تر پنځمې پورې د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو په درېیو پړاوونو کې ۱۱ کسان د دې جرګې ریاست ته نوماند شول، خو هېڅ یوه ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه نه کړې او نن د «چنګاښ ۸ مه» د جرګې د داخلي دندو د اصولو له مخې د یادو ۱۱ نوماندانو له ډلې دوو مخکښو نوماندانو (میر رحمان رحماني چې په مخکې دوره کې یې ۱۲۳ رایې لرلې او خان محمد وردک چې په مخکني پړاو ټاکنو کې یې ۱۰۵ رایې لرلې.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې ۲۴۵ غړو رایې ورکړې او هر نوماندان د بریا لپاره ۱۲۳ رایو ته اړتیا لرله.
خان محمد وردګ د ۹۶ رایو په ترلاسه کولو ونه شو کولای چې د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه کړي خو میر رحمان رحماني د ۱۳۶ تایید رایو په لرلو وتوانېد چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ترلاسه کړي.
د ولسي جرګې موقت رییس ملک قیس نوراغا دغه پایلې اعلان او رحماني ته یې د بریا مبارکي ورکړه.
میر رحمان رحماني د خلکو له استازو مننه وکړه چې پر نوموړي یې د ولسي جرګې د رییس په توګه باور وکړ.
هغه وویل، د خلکو د خادم په صفت به کار وکړي.
رحماني د جرګې له غړو وغوښتل چې سر له سبا به د جرګې د اداري پلاوي په حیث کار پیل کړي.
خان محمد د جرګې له ټولو غړو چې پر ده او رحماني یې باور کړی، مننه وکړه او ویې ویل، د خلکو د خادم په توګه به د رحماني همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن