کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٨) : ولسمشر اشرف غني مير رحمان رحماني ته د ولسي جرګې د ١٧مې دورې د رييس په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي ورکړې ده.
تر اوږودو لانجو، شخړو او ناندريو وروسته مير رحمان رحماني نن د ولسي جرګې د رياست ټاکنې وګټلې.
نن په ټاکنو کې ٢٤٥ وکيلانو برخه اخيستې وه، چې مير رحمان رحماني ١٣٦ رايې او حاجي خان محمد وردګ ٩٦ رايې ترلاسه کړې.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې د ريیس په توګه د پروان ولایت د خلکو استازي میررحمان رحماني د ټاکنې له امله مبارکي وايي او نوموړي ته د خدای تعالی په دربار کې د افغان ولس د خدمت هیله کوي.
هغه د ولسي جرګې غړو ته چې د دې بنسټ د نوي ريیس په ټاکلو کې يې فعاله ونډه لرله او د ولسواکۍ اصل یې نندارې ته وړاندې کړ، د بریا هیله وکړه.
ولسمشر ويلي، هيله لري د هېواد درې ګونې قواوې د اساسي قانون په رڼاکې او له یوه بل سره د همکارۍ په روحیه خلکو ته د خدمت او د هېواد د پرمختګ په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن