کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٨): د پښتو ژبې نړيوالې ورځې نمانځغونډې ګډونوالو ويلي چې پښتو يوازې ژبه نه، بلکې يو قانون او نظام دى او د لا ودې لپاره يې عملي ګامونو ته اړتيا ده.
د پښتو نړيوالې ورځې (د غبرګولي اتمه) په مناسبت غونډه نن (د چنګاښ اتمه) په کابل پوهنتون کې د سلګونو استادانو او زده کړيالانو په ګډون جوړه شوه.
لیکوال او څېړونکې نجیب الله منلي په دط غونډه کې وویل: "موږ هر کال د پښتو نړیواله ورځ نمانځو خو د دې ژبې د نړیوال کېدو لپاره مو هېڅ هم نه دي کړي."
د ده په وينا، په تکراري کتابونو لیکلو او چاپولو څه نه کېږي، د پښتو ژبې نړیوالې کېدو لپاره د علمي او فرهنګې تولیداتو تر څنګ باید د پښتو ژبدود ته ډېر پام وشي.
د کابل پوهنتون ريیس حمیدالله فاروقي وویل، سره له دې چې پښتو ژبې له کدرونو سمه ګټه نه ده اخیستل شوې، خو بیا هم تېر کال نهو کسانو د کابل پوهنتون د پښتو ژبې د ادبياتو په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه.
دغه راز هغه زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت تېر کال د کابل پوهنتون يو شمېر علمي کدرونه ایران او چین ته واستول او د دغو هېوادونو له شپږو پوهنتونونو سره يې تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې يې بايد په يادو پوهنتونونو کې د پښتو ژبې څانګې پرانيستل شوې واى.
خو ده زياته کړه: "زموږ په هېواد کې هېڅوک هم له خپلو شخصي ګټو څخه نه تېرېږي، له تېر کال راهيسې هېڅوک هم په داوطلبانه ډول نه دي حاضر شوي چې دغو هېوادونو ته د تدریس لپاره ولاړ شي."
د کابل پوهنتون د پښتو ژبې ادبیاتو پوهنځي استاد بریالي باجوړي وویل: "موږ خپل ټول احساسات د همدې ورځې نمانځلو لپاره ساتلې وي، حال دا چې د پښتو ژبې نمانځل او پښتو ژبې ته وده ورکول، په احساساتو نه، بلکې په عمل سره کېږي."
هغه وویل: "پښتو یوازې ژبه نه، بلکې یو قانون او نظام دی، پښتو منل، ویل او لیکل زموږ د ټولو دنده ده."
ده د پښتو ژبې لپاره په ډېر کار کولو ټينګار وکړ او ويې ويل: "له چا څخه چې خپله ژبه او هویت ورک شي، هغه خپله هم ورکېږي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن