ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د بوټونو کارخونو تولید مخ پر ځوړ روان دی

سرپل کې د بوټونو کارخونو تولید مخ پر ځوړ روان دی

author avatar
30 Jun 2019 - 15:28
سرپل کې د بوټونو کارخونو تولید مخ پر ځوړ روان دی
author avatar
30 Jun 2019 - 15:28

 

سرپل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٨): هغه شپږ کسان چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په سرپل ولایت کې د بوټ جوړونې د تولید کارخانې لري وايي چې د خلکو د اقتصاد کمزوري کېدو او چینايي بوټونو واردېدو له امله یې کاروبار له رکود سره مخ دی.

دوی چې د سرپل په مرکز کې کار کوي وايي، خام توکي له پاکستان او چرم له فاریاب ولایته واردوي.

د دوی په خبره، تولیدات یې د سرپل په مرکز او ولسوالیو کې پلورل کېږي.

دغه صنعت کارانو پژواک خبري اژانس ته وویل، په وروستیو دوو کلونو کې یې خپل پېرېدونکي له لاسه ورکړي او د تېر په څېر خپلو تولیداتو ته مناسب بازار نه لري.

په سرپل ولایت کې یوه بوټ جوړوونکي فیض محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، جګړې او چینايي وارداتو یې کاروبار زیانمن کړی دی.

هغه زیاته کړه، جګړو خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او یا هم خلک ښار ته د جګړې له وېرې ډېر نه ورځي.

دغه راز هغه وویل، د چینايي بوټونو نوو ډیزاینونو خلک ځان ته جذب کړي، هغوی یوازې د بهرنیو بوټو ظاهري بڼې ته ګوري او پېري یې.

د فیض محمد په خبره، دا په داسې حال کې ده چې په لاس جوړ شوي وطني بوټونه تر چینايي بوټونو ډېر مقاومت لري.

نوموړي وویل، شاوخوا دوه کاله مخکې چې د سرپل امنیتي وضعیت ښه و او چینايي بوټونه ډېر نه واردېدل هره ورځ یې تر ۵۰ جوړو څپلۍ پلورلې، خو اوس هره ورځ تر لس جوړو لږې څپلۍ پلوري.

پنځه نور کسان چې په سرپل ولایت کې د بوټ جوړونې په کارخونو کې کار کوي هم ورته څرګندونې لري، دوی ټول له حکومته غواړي چې د داخلي صنعت ملاتړ وکړي او پرېنږدي چې د هېواد په داخل کې د کارخونو دروازې و تړل شي.

د سرپل یوه مدني فعال حشمت الله د دې ستونزې په تایید حکومت د کورني صنعت کارانو د ملاتړ په برخه کې پر نه پاملرنه تورن کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.