کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸): د افغانستان طبي شورا په هېواد کې د سرطان تشخیص د پرمختللي روغتون جوړولو غوښتنه وکړه او ولسمشر وویل چې د سرطان ناروغۍ تشخیص لپاره به د روغتون جوړولو لپاره اقدام وشي.
د افغانستان طبي شورا غړو دا موضوع په ملي سمپوزیم (علمي غونډه) کې چې له ((سرطان سره د مجادلې)) تر عنوان لاندې نن د ولسمشر محمد اشرف غنی، رولا غني، د کابينې ځينو غړو، د کابل طبي پوهنتون ځینو ډاکټرانو او استادانو په ګډون په کابل کې جوړ شوی و، مطرح کړه.
د طبي شورا مشرې ډاکټر نسرین اوریاخېل وویل چې د زړه له ناروغیو وروسته، سرطان ناروغۍ په نړۍ او افغانستان کې د ډېرو خلکو ژوند اخلي.
نوموړې له ولسمشر غوښتنه وکړه چې د سرطان ناروغۍ تشخیص او درملنې لپاره دې د یو عصري روغتون جوړولو ته پاملرنه وکړي.
د سرطاني ناروغیو متخصصې زرغونې تره کي په دې علمي غونډه کې وویل چې د نړۍ روغتيایي سازمان شمېرو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۲۰ زره کسان په سرطان اخته شوي چې ۱۵ زرو یې ژوند بایللی دی.
د نوموړې په وینا، د طبي شورا څېړنې ښيي چې په دې ناروغۍ اخته کسانو کې ښځې تر ډېره د سينې په سرطان او نارینه د جوف دهن او مرۍ په سرطانونو اخته دي.
دغه راز د سرطان ناروغیو بل متخصص او د یادې شورا غړي ډاکټر حیدر عمر وویل چې د وړاندې شوو شمېرو له مخې په افغانستان کې ۸۰ سلنه په سرطان ناروغیو اخته کسان مري؛ ځکه په افغانستان کې پرمختللی مرکز او د دې ناروغۍ مسلکي متخصصین نشته.
هغه زیاته کړه: ((له ولسمشر د عصري روغتون جوړولو غوښتنه کوو، موږ مختصصین غواړو باید ډاکټرانو لپاره له هېواد څخه بهر د زیاتو زده کړو موکه برابره شي او خصوصي سکټور چې په دې برخه کې پانګونې ته لېواله دى، باید ملاتړ ترې وشي، جناب ولسمشر! موږ خپل مسوولیت ترسره کړ او د خلکو غوښتنه مو تا ته ورسوله، اوس نو تاسو ته اړوند ده چې د ولس غږ ته لبیک وایي او که نه؟ د قیامت په ورځ هرومره له موږ او تاسو پوښتنه کېږي.))
ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل چې لا هم په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ تشخیص او درملنه په ټيټه کچه ده او د سرطاني ناروغیو له امله د ۱۵ زرو کسانو مړینه، ستر ناورین دی.
هغه وویل: ((کله چې د سرطان نوم اورو، ناهیلي کېږو، نو دا خنډ باید له منځه یوسو او په دې پوه شو چې سرطان شته؛ زموږ ژوند ګواښي او د درملنې لپاره یې باید اړین ګامونه واخلو، موږ باید له ناهیلۍ د اقدام په لور لاړ شو او له سرطان ناروغیو سره څرګند او مشخص اقدامات ترسره کړو.))
نوموړي زیاته کړه: ((په افغانستان کې یو عادت دی چې ټول یې له خپلې غاړې خلاصوي او زموږ په غاړه یې اچوي.))
هغه وویل: ((مالیې وزارت ته لارښوونه کوم چې د سرطان ناروغیو تشخیص د یوه مرکز جوړولو لپاره سږکال بوديجه منظور کړي او د ایکسري او نورو طبي سامان الاتو د چمتو کولو لپاره دې په څرګند ډول ارزونه وکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن