کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٨): افغان ولسمشر د یوه فرمان له مخې ډاکتر فیض الله کاکړ د ولسمشرۍ ریاست د عالي مقام د دفتر رییس وټاکه.
د ولسمشر په فرمان کې راغلي چې د ولسمشرۍ ریاست د عالي مقام د دفتر د رییس په توګه د فیض الله کاکړ ټاکنه په خارج رتبه بست منل شوې ده.
فیض الله کاکړ په ۱۳۲۹ کال په فاریاب کې زېږېدلی دی.
د کاکړ د خپاره شوي ژوند لیک له مخې نوموړي لېسانس زده کړې د بیولوژي په څانګه کې په امریکا کې ترسره کړې او دوکتورا سند یې هم د اپېدېمولوژي په څانګه کې د واشنګتن له پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.
نوموړی چې د ریکا (RACA ) موسسې بنسټګر هم دی د ځینو نورو دندو تر څنګ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مرستیال، په قطر کې د افغانستان د سفیر، په روغتیايي چارو کې د ولسمشر د مشاور، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب د رییس، د اسلامي پوهنتون د رییس او د واشنګتن پوهنتون د اپېډيمولوژي څانګې د مرستیال پروفېسور په توګه دندې ترسره کړې دي.
له دې مخکې عبدالسلام رحیمي د ولسمشرۍ ریاست د عالي مقام د عمومي رییس په توګه دنده ترسره کوله.
رحیمي اوس د سولې په چارو کې د دولت وزیر ټاکل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن