ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هيڅ نوماند د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړيتوب لپاره لار ونه مونده

هيڅ نوماند د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړيتوب لپاره لار ونه مونده

author avatar
30 Jun 2019 - 17:36
هيڅ نوماند د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړيتوب لپاره لار ونه مونده
author avatar
30 Jun 2019 - 17:36

کابل (پژواک ٩ چنګاښ ٩٨): د ولسي جرګې د لومړي مرستيالۍ، نايب مرستيالۍ، منشي او نايب منشي ټاکنو کې هېڅوک بريالي نه شول چې د اصولو له مخې به د لومړي مرستيالۍ، منشي توب او نايب منشي توب لپاره سبا د دوو- دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ټاکنې کېږي او نايب مرستيالۍ لپاره به نوي کسان کانديدېږي.

د ولسي جرګې د رياست څوکۍ لپاره له ډېرو ناندريو وروسته، پرون د ټاکنو په ترڅ کې مير رحمان رحماني د ولسي جرګې رئيس وټاکل شو.

نن د دې جرګې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په جرګه کې ٢٣٥ کسانو ګډون کړى وو، چې د هر بريالي نوماند لپاره پنځوس جمع يو (١١٨) رايې په کار دي چې بريالى شي.

د لومړي مرستيالۍ لپاره کمال صافي، نجيب الله ناصر او محمد عالم ساعي ځانونه کانديد کړي وو چې صافي ٣٧، ناصر ٧٢ او ساعي ٩٣ رايې يوړې؛ ١٣ باطلې او ١٩ سپينې رايې وې. په دې اساس هيڅ يوه نوماند پنځوس جمع يو رايه پوره نه کړه چې د اصولو له مخې به سبا د ساعي او ناصر ترمنځ ټاکنې کېږي.

د نايب مرستيالۍ لپاره عبدالرحمن وردګ او رقيې نايل کانديد شوي وو چې نايل ١١٣ او وردګ ٨٦ رايې يوړې، ٢١ باطلې او ١٤ سپينې وې چې د اصولو په اساس به د دويم نيابت لپاره نوي کسان کانديدېږي.

دغه راز د منشي لپاره حليمې صدف کريمي، ابدال الله محمدي، اسدالله شهباز، سيد عظيم الله کبرزايي کانديد شوي وو چې حليمې کريمي ٢٥، محمدي ٤٠، شهباز ٧٨ او کبرزايي ٦٤ رايې يوړې؛ ١٤ باطلې او ١٣ سپينې رايې وې.

د اصولو پربنسټ، د منشي پوست لپاره د ټاکنو بل دور به د عظيم الله کبرزايي او اسدالله شهباز ترمنځ ترسره شي.

د نايب منشي لپاره عرفان الله عرفان، فريدې حميدي، ليلما ولي حکمي نوماند شوي وو چې له دې ډلې عرفان ٩٨، حميدې ٦٣ او ليلما ٣٣ رايې يوړې؛ ١٢ باطلې او ٢٨ سپينې وې.

د اصولو له مخې به د نايب منشي پوست لپاره د ټاکنو بل دور به د عرفان او حميدې ترمنځ ترسره شي.

د ولسي جرګې رئيس رحماني د غونډې په پاى کې اعلان وکړ چې سبا به د درېيو پوستونو لپاره د مخکښو کسانو ترمنځ ټاکنې کېږي او نايب مرستيال لپاره به نوي کسان ځانونه نوماندوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.