ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په غزني او پکتیکا کې د ۲۵ طالبانو د وژلو ادعا کوي

چارواکي په غزني او پکتیکا کې د ۲۵ طالبانو د وژلو ادعا کوي

author avatar
30 Jun 2019 - 17:26
چارواکي په غزني او پکتیکا کې د ۲۵ طالبانو د وژلو ادعا کوي
author avatar
30 Jun 2019 - 17:26

غزني- ښرنه (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال په غزني او پکتيکا ولايتونو کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د ګيلان ولسوالۍ په ګوار سيمه کې پر وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د طالبانو د يوه قوماندان ملا مبارز په ګډون ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ځيني نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، ملا مبارز د ناوې ولسوالۍ د خواجه خېلو کلي اوسېدونکى و چې په ګيلان ولسوالۍ کې يې د طالبانو د څو ګروپونو مشري کوله.

همدارنګه د ګيلان اوسېدونکي غلام صديق پژواک ته وويل چې تېره شپه د ګوار په سيمه کې ګڼ شمېر طالبان را ټول شوي وو.

هغه وايي: ((نه پوهېږم چې د څه لپاره را ټول شوي وو، خو هوايي بريد ناوخته پرې شوى دى او ډېر طالبان بېرته تللي وو.))

غلام صديق زياتوي چې په بريد کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره ورته نه ده معلومه.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو امريت سرپرست ايمل خان پژواک ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د زېړوک ولسوالۍ په دينارخېلو په سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي، يو شمېر ټپيان شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.