ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې سږ کال ۸۷۰ نجونې له ښوونځیو فارغې شوې دي

هلمند کې سږ کال ۸۷۰ نجونې له ښوونځیو فارغې شوې دي

author avatar
1 Jul 2019 - 16:51
هلمند کې سږ کال ۸۷۰ نجونې له ښوونځیو فارغې شوې دي
author avatar
1 Jul 2019 - 16:51

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۸ ): د هلمند د پوهنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال د دغه ولايت له ښوونځيو تر اوسه شاوخوا ٨٧٠ نجونې فارغې شوې او نورې هم د فارغېدو په درشل کې دي.

د هلمند د پوهنې رياست مسوولينو وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې چې له دې وړاندې ځيني راپورونه خپاره شوي وو چې سږ کال له دغه ولايت څخه يوه زده کوونکې هم نه ده فارغه شوې.

خو د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند زلمي افغان د چنګاښ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال تر اوسه د دغه ولايت د نجونو له ښوونځي څخه ٨٧١ زده کوونکې فارغې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه د لښکرګاه ښار د بي تري او سي تري ښوونځيو د فارغانو حساب موږ ته نه دى رسېدلى چې له هغه سره به دغه ارقام ډېر زيات شي.))

افغان هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې په تېرو ١٨ کلونو کې د دغه ولايت له ګڼ شمېر ولسواليو څخه ښځينه زده کوونکې نه دي فارغې شوې.

هغه وايي: ((په تېرو څو کلونو کې زموږ د نجونو له ښوونځيو څه باندې څلور زره تنه فارغې شوې دي.))

نوموړي دا هم وويل چې په نوزاد، سنګين، موسى کلا، کجکي، دېشو، خانشين او ګرمسېر ولسواليو کې نجونې د امنيتي ستونزو له امله نه شي کولاى چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

افغان وايي چې د حکومتي چارواکو او قومي مشرانو په همکارۍ دوى کوښښ کوي چې د پوهنې پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي.

دغه راز د مرکز لښکرګاه له ملالۍ لېسې څخه فارغې شوې فرشتې پژواک ته وويل چې سږ کال د دوى له ښوونځي لسګونه نجونې فارغې شوې دي.

هغې وويل: ((دا سمه ده چې تر دې ځايه موږ زده کړې وکړې، موږ د لوړو زده کړو غوښتنه هم کوو چې بايد زمينه يې موږ ته برابره شي.))

همدارنګه مدني فعال عبدالحق ځواکمن پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو له وېرې او ځينو بې ځايه دودونو له امله نجوني نه شي کولاى ښوونځيو ته ولاړې شي.

دى زياتوي: ((ډېر کار ته اړتيا ده څو خلک او طالبان ښځو ته اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي او روښانه راتلونکى ولري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.