ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د نامسوولو وسله والو شپږ کسیزه ډله نیول شوې

په سمنګان کې د نامسوولو وسله والو شپږ کسیزه ډله نیول شوې

author avatar
1 Jul 2019 - 12:23
په سمنګان کې د نامسوولو وسله والو شپږ کسیزه ډله نیول شوې
author avatar
1 Jul 2019 - 12:23

 

ایبک (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٨): د سمنګان پولیسو د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار په هدفي عملیاتو کې د نامسولو وسله والو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ امر سمونمل محمد حسین طاهري نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، تېره ماښام د پولیسو په هدفي عملیاتو کې د نامسووله وسله والو یوه ډله د وسلو د انتقال، وژنو، غلا، عامه نظم د ګډوډولو، د ښاریانو د ځورنې په تور نیول شوې ده.

سرچینې زیاته کړه، دغه عملیات د ایبک ښار په میرزا برات علي ګذر کې ترسره شوي دي.

د امنیت امر په خبره، له نیول شوو کسانو یو ار پي جي اووه راکټ، یو میل پی کا، پنځه میله کلاشینکوف، یوه تومانچه، څو لاسي بمونه او د کلاشینکوف زرګونه مرمۍ او بېلابېلې وسلې او څو جوړه نظامي جامې ترلاسه شوي دي.

طاهري په ډاګه کړه چې په دې وروستیو کې په ایبک ښار کې جنايي جرمونه ډېر شوي او ډېری دغه ډول جرمونه د نامسووله وسله والو د همدې ډلې له خوا ترسره کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د همدې ډلې د وسله والو او یوې بلې نامسووله وسله والې ډلې د کسانو تر منځ په ایبک ښار کې ددې ډلې یو تن وژل شوی او د درېیو ملکي وګړو په ګډون شپږ نور کسان ټپیان وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.