ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې چاودنې لسګونه تنه ټپيان کړي دي

کابل کې چاودنې لسګونه تنه ټپيان کړي دي

author avatar
1 Jul 2019 - 09:05
کابل کې چاودنې لسګونه تنه ټپيان کړي دي
author avatar
1 Jul 2019 - 09:05

دويم تعقيب - کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٨): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل ښار د ١٦مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې چاودنې لسګونه کسان ټپيان کړي دي.

دغه چاودنه شاوخوا اته بجې او ٥٥ دقيقې  د ملي بس رياست او فوټبال فدراسيون ته  څېرمه وشوه.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار پژواک خبري اژانس ته د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې له دغې چاودنې لسګونه ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي او يا پر لاره دي.

دى وايي چې په دې اړه به وروسته جزييات له رسنيو سره شريک کړي.

د فوټبال فدراسيون د رسنيو د څانګې مسوول شمس اميني وايي چې لومړى ځانمرګى بريد د دغه فدراسيون مخې ته وشو او وروسته د نورو چاودنو غږونه هم واورېدل شول.

ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په لومړۍ چاودنه کې د دغه فدراسيون يو شمېر کارکوونکي او لوبغاړي  ټپيان  شوي دي. هغه وايي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د ملي اردو يو افسر چې هغه هم په چاودنه کې سرسري ټپي شوى، په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ځانمرکي بريدونه وشول چې موخه يې په سميه کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د انجنيرۍ رياست و.

هغه وويل چې تر ځانمرګو بريدونو وروسته يو شمېر وسله وال دغه رياست ته څېرمه يوې ودانۍ ته ننوتلي او دا مهال ( نهه بجې او ٤٥ دقيقې) د امنيتي ځواکونو او يادو وسله والو تر منځ نښته روانه ده.

عيني شاهدان وايي چې چاودنه ډېره درنه وه او شاوخوا ودانۍ يې زيانمنې کړې دي.

د شمشاد تلوېزيون ودانۍ هم د چاودنې سيمې ته نږدې ده. تر چاودنې وروسته د دغه تلوېزيون خپرونې هم د لنډ وخت لپاره پرې شوې، خو بېرته يې پيل کړې.

په دې اړه جزييات به وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.