ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د مولانا جلال الدين بلخي خانقاه او مدرسه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

بلخ کې د مولانا جلال الدين بلخي خانقاه او مدرسه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
1 Jul 2019 - 14:24
بلخ کې د مولانا جلال الدين بلخي خانقاه او مدرسه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
1 Jul 2019 - 14:24

مزارشريف (پژواک، ١٠ چنګاښ ۹۸): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي خانقاه او مدرسه د بشپړې ورانېدو له ګواښ سره مخ دي.

په مزارشريف کې مدني فعالان او د مولانا د تصوف او طريقت پلويان حکومت د يادې مهمې تاريخي ابدې پر وړاندې پر بې پروايۍ تورنوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس هم وايي چې څو کاله وړاندې ترکيې هېواد د مولانا د خانقا رغولو ژمنه کړې وه؛ خو په خبره يې چې تر اوسه يې عملي اقدام نه دی کړی.

د مولانا جلال الدين محمد بلخي خانقا او مدرسه له مزارشريف ښار څخه ۲۰ کېلومتره لرې د بلخ ولسوالۍ په خواجه غولک کلي کې پرته ده.

دغه مهم او تاريخي ميراث يو مهال د سيمې په کچه د معنوي ارزښت له مخې تر ټولو ستر ځای و خو اوس يې يواځې نيمه نړېدلې ګنبده، دوه سرطاقونه او څلورو خواوو ته نيمه لوېدلی دېوال پاتې دی.

شپږ کاله وړاندې ترکيې هېواد ژمنه کړې وه چې ياده خانقا به رغوي؛ که څه هم په ۱۳۹۳ کال کې يې د رغولو يو لړ مقدماتي چارې هم د ترکانو له خوا ترسره شوي؛ خو بيا يې د نامعلومو دلايلو له امله کار ځنډېدلی دی.

اوس د بلخ مدني فعالان او د مولانا د شعر او طريقت مينه وال وايي چې که حکومت دغه مهم فرهنګي ميراث ته جدي پاملرنه ونکړي؛ نو ډېر ژر به په بشپړ ډول ونړېږي.

د پوهنتون استاد او به بلخ کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا مشر عبدالحميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څومره مولانا د سيمې او نړۍ لپاره مهم وو؛ نو په هماغه اندازه يې د خانقا او مدرسې رغول هم د سيمي لپاره له تاريخي، سياسي او اقتصاي پلوه مهم دي.

نوموړی زياتوي، چې د مولانا د خانقا جوړېدو له لارې بلخ ته له نورو هيوادونو او فرهنګي ښارونو سره د وصل کېدو ښه فرصت برابرېدای شي.

صفوت د بېلګې په ډول د ترکيې قونيې ښار ته اشاره وکړه، چې دغه ښار له بلخ څخه هم تاريخي او هم فرهنګي ارتباطات لري، چې لامل يې مولانا جلال الدين محمد بلخي دی.

هغه زياته کړه، چې مولانا په نړۍ کې د انسانانو تر منځ د يووالي، انسانيت او زغم سمبول دی او په خبره يې چې د خانقا په جوړېدوسره  به يې څه نا څه د بنسټ پالنې او ترهګرۍ مخ پر ودې مفکورې سره د مبارزې ادرسونه هم پيدا شي.

صفوت وويل، چې د مولانا د خانقاه بيا رغول له اقتصادي پلوه هم د بلخ لپاره زيات اهميت لري. د هغه په خبره د يادې ودانۍ په ترميم او رغولو سره به بلخ ته زرګونه سيلانيان مخه کړي، چې د خلکو د اقتصاد څرخ به هم ورسره په ګرځېدو شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.