ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې ترافيکې پېښې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

جلال اباد کې ترافيکې پېښې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
1 Jul 2019 - 20:45
جلال اباد کې ترافيکې پېښې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
1 Jul 2019 - 20:45

جلال اباد (پژواک‌۱۰چنګاښ ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۰ پژواک خبري اژانس ته وويل، د مرکز جلال اباد ښار نهمې ناحيې اړوند سرخ ديوال سيمه کې نن سهار د دوو موټرو ترمنځ ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

دی وايي، د دغې پېښې له امله د يوې ماشومې په ګډون درې تنه مړه شوي او د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه ټپيان شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې د ټپیانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.