ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت: کابل بريد کې ۴ ملکيان او ٢ پوليس وژل شوي، ۸۴ ملکيان ژوبل دي

د کورنيو چارو وزارت: کابل بريد کې ۴ ملکيان او ٢ پوليس وژل شوي، ۸۴ ملکيان ژوبل دي

author avatar
1 Jul 2019 - 12:10
د کورنيو چارو وزارت: کابل بريد کې ۴ ملکيان او ٢ پوليس وژل شوي، ۸۴ ملکيان ژوبل دي
author avatar
1 Jul 2019 - 12:10

کابل (پژواک،١٠چنګاښ ٩٨): د کابل پوليس وايي، د کابل ښار د ١٦مې امنيتي حوزې اړوند ګلبهار ښارګوټي ته څېرمه بريد د پنځو وسله والو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد چې شپږ تنه په کې وژل شوي او ٨٤ کسان ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دغه بريد نن سهار نږدې نهه بجې د کابل ښار د شپاړلسمې امنيتي حوزې اړوند د ګلبهار ښارګوټي مخې ته تر يوه موټر بم چاودنې وروسته د ښارګوټي يوې ودانۍ ته ننوتل.

په دغه سيمه کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د انجنيرۍ، تخنيک او لوژستيک رياستونو په ګډون د ملي بس رياست، د فوټبال فدراسيون او شمشاد تلوېزيون هم موقعيت لري.

رحيمي وايي :"له بريد سره سم د ملي پوليسو ځانګړي ځواکونه سيمې ته ورسېدل چې ترڅو ساعته نښتې وروسته يې پنځه بريدګر ووژل."

دی زياتوي، په ياد بريد کې د شمشاد تلويزون د يوه ساتونکی، د يوه ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي او د پوليسو د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او د ښوونځيو زده کوونکو په ګډون ۸۴ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د پژواک خبريال د ماښام تر اوو بجو د بريد په سيمه کې و او تر هماغه وخته د بريدګرو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته روانه وه.  

د پېښې عيني شاهد او د ملي دفاع وزارت د انجنيري رياست منسوب جګړن کريم الله تر بريد وروسته په سيمه کې خبريالانو وويل، لومړي دوه ځانمرګي بريدونه وشول او تر هغې وروسته پلي بريدګر د يادو رياستونو پر منسوبنيو ډزې پيل کړې.

دى وايي: "لومړی بريد ډېر قوي وو، ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ هر چا هڅه کوله له رياستونو ووځي او ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي."

د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلی او ويلي يې دي چې پنځو بريد کوونکو د ملي دفاع وزارت د لوجسيتک رياست باندې بريد کړی او تر اته ساعته جګړې وروسته يې د ياد وزارت لسګونو منسوبينو ته مرګ ژوبله اوړلې ده.

د ده په خبره، دا چې لومړی ځانمرګي بريد ډېر قوي و، نو له امله يې نږدې ودانيو د ښيښو د ماتېدو له امله يو شمېر ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د دغه ځانمرګي بريد ځای ته د نږدې کورونو او هټيو ښيښې ماتې شوي چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

د بريد په سيمه کې شکرالله چې د ترور زوی يې (روح الله) په ياد بريد کې وژل شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر بريد وروسته يې روح الله ته زنګونه ووهل، خو ځواب يې نه راکاوه، مجبوره شول چې هغه په روغتونونو کې ولټوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.