ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيپګ: تېره مياشت د ملکي تلفاتو کچه ټيټه وه

سيپګ: تېره مياشت د ملکي تلفاتو کچه ټيټه وه

author avatar
1 Jul 2019 - 15:59
سيپګ: تېره مياشت د ملکي تلفاتو کچه ټيټه وه
author avatar
1 Jul 2019 - 15:59

کابل (پژواک، ١٠چنګاښ ٩٨) : د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ يا (CPAG)  وايي چې تېره مياشت د ملکي تلفاتو کچه ټيټه شوې وه.

د ياد ګروپ له خوا د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملکي تلفاتو دکموالي لامل دا ښودل شوی چې تېره میاشت يواځې يو ځانمرګی برید شوی و.

د سيپګ شمېرې او موندنې ښيي چې د تېرو میاشتو په پرتله  تېر جون لومړۍ میاشت ده چې يواځې په ۱۱ ولایتونو کې د جګړې له امله ملکي وګړو ته زیان اوښتی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ولایتونو کې شاوخوا  ۱۹۷ کسان مړه او ټپیان شوي ، د دغه ګروپ د معلوماتو پر بنسټ له یادې شمېرې۱۳۴ ټپيان او ۶۳ یې وژل شوي دي.

سپيګ وايي، په وژل شویو کې۵ مېرمنې او ۶ ماشومان هم شامل دي همدا ډول د ټپيانو له ډلې هم ۷ مېرمنې او ۱۶ ماشومان  دي.

د دغه ګروپ معلومات څرګندوي چې تېره میاشت تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ننګرهار ولایت کې اوښتې او ۴۶ ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله رسېدلې، ورپسې کابل دی چې ۴۲ ملکي وګړي په کې وژل او ټپيان شوي دي. تر هغه وروسته هلمند کې د ملکي مرګ ژوبلې ډېرې پېښې ثبت شوې دي چې شمېر یې ۲۷ تنو ته رسېږي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتې ډله په همدغه راپور کې کاږي چې سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو ملکي تلفات د تېر کال د ورته وخت له مرګ ژوبلې کم دي،د روان زېږدیز کال په تېرو ۶ میاشتو کې (۱۹۸۱)ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او تېر ۲۰۱۸ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې بیا شاوخوا( ۲۶۳۹ ) کسان مړه او ټپیان شوي وو.

د یادونې ده چې دې وروستیو کې د ځانمرګو بریدونو پېښې د پام وړ کمې شوې او له امله یې ملکي مرګ ژوبله کې کمښت راغلی دی.

سرچينې زياته کړې، له بله پلوه د جګړې ښکيلو غاړو د خپلو عملیاتو ډېر تمرکز د یو بل پر جنګي مرچلو کړی، چې د ملکي مرګ ژوبلې د کمښت سبب ښودل کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، مګر له دې سره سره  د ملکي افغانانو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده او په جګړه کې ښکېلې خواوې لا هم ډېر دقت نه کوي او په خپلو عملیاتو کې د جګړې داخلي قوانین، بشر دوستانه نړیوال قوانین، د بشري حقونو نړیوال قانون او اسلامي قوانینو ته درناوی نه کوي.

سيپګ وايي، لکه څنګه چې نن یو ځل بیا وسله والو مخالفینو په کابل کې ځانمرګى برید تر سره کړ چې په کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وواښته.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د کابل نننی برید په کلکو ټکو غندلى او د حکومت له وسله والو مخالفینو غواړي چې د ملکي خلکو له وژلو لاس واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.