ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د کابل د نننۍ پېښې د پېښېدو څرنګوالی دې په جدي ډول وارزول شي

غني: د کابل د نننۍ پېښې د پېښېدو څرنګوالی دې په جدي ډول وارزول شي

author avatar
1 Jul 2019 - 20:55
غني: د کابل د نننۍ پېښې د پېښېدو څرنګوالی دې په جدي ډول وارزول شي
author avatar
1 Jul 2019 - 20:55

کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني لارښوونه کړې چې د کابل د نننۍ پېښې د پېښېدو څرنګوالی دې په جدي ډول وارزول شي او ژر تر ژره دې جمهوري ریاست ته راپور وړاندې شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله ‏وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه نن مازدیګر په دلګشا ماڼۍ کې جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، په پیل کې جمهور رئیس غني د کابل په شپاړسمه ناحیه کې د نننۍ تروریستي پېښې د قربانيانو او ټپیانو کورنیو ته د رسېدګۍ په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د یادې پېښې د پېښېدو څرنګوالی دې په جدي ډول وارزول شي او ژر ترژره دې جمهوري ریاست ته راپور وړاندې شي.

سرچينه کاږي، وروسته د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول په بلخ، بغلان، کندوز، سرپل، لوګر، پکتیا، کندهار، اروزګان، فراه، غور او هرات ولایتونو کې د دښمن ګواښونو ته د ځواب ویلو په خاطر د نیول شویو تدابیرو او پلانونو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.

دغه راز د میدان وردګ او زابل او شمال لومړي نمبر لویو لارو د امنیت د ټینګښت او په دې مسیرونو کې د امنیتي ګواښونو او ترسره شویو اقداماتو په اړه راپور غونډې ته وړاندې او د یادو لویو لارو د امنیت د ښه والي په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.