د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزارشریف کې د ازبکستان صادراتي توکو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

مزارشریف کې د ازبکستان صادراتي توکو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

Jul 01, 2019 - 18:57

مزاشريف (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ازبکستان د صادراتي توکو درې ورځنی نندارتون پيل شو.

دغه نندارتون د چنګاښ په ۱۰مه د افغانستان د اجرائيه رييس عبدالله عبدالله او د ازبکستان د لومړي وزير عبدالله عارف اوف له خوا رسماً پرانيستل شو.

اجرائيه رييس عبدالله د نندارتون د پرانيستې پر مهال رسنيو ته وويل چې د ازبکستان حکومت او خلکو د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه په مزارشريف کې د ازبکستان د صادراتي محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی چې په ځينو برخو کې افغان سوداګرو هم په کې پانګونه کړې ده.

عبدالله وويل چې د ازبکستان له لومړي وزیر سره يې د همکاريو پر ټولو مواردو خبرې کړې او هيله مندي يې وښوده چې پايلې به يې مثبتې وي.

نوموړي وويل: ((تر هرات پورې د رېل ګاډي پټلۍ جوړېدل، د ازبکستان له سرخان دريا څخه د بغلان پلخمري ښار ته د برېښنا د مزي لېږد، د زده کړو، پانګونې، د دوی له تجربو د کار اخيستل او دې ته ورته پر مهمو مسايلو خبرې او بحث وشو.))

اجرائيه رييس زياته کړه چې په افغانستان کې د برېښنا د يوه لين د غځېدو پروژه چې مالي ملاتړ يې د اسيايي بانک له خوا کېږي، ازبکستان هېواد موافقه وکړه چې دغه پروژه به له خپل اصلي نرخ څخه ۴۵ ميليونه ډالره په ارزانه بيه سر ته رسوي.

هغه زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغاني محصولاتو ورته نندارتون د ازبکستان په تاشکند ښار کې هم جوړ شي.

ډاکتر عبدالله زياتوي چې افغانستان له ازبکستان سره زياتې سوداګريزې موافقتنامې لري او وخت را رسېدلی چې د يادو هوکړه ليکونو د تطبيق لپاره عملي او چټک ګامونه پورته کړای شي.

په ورته وخت کې د ازبکستان لومړي وزير عبدالله عارف اوف په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

هغه خوښي وښوده چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا يو ميليارد ډالرو ته رسېږي، چې په وينا يې دا د دواړو هېوادونو د ښو تجارتي اړيکو پايله ده.

نوموړی زياتوي چې ازبکستان به له افغانستان سره د انرژۍ، رېل ګاډي پټلۍ، کرنې او نورو برخو کې همکاري وکړي.

هغه وويل چې د افغانستان او ازبکستان هېوادونو لپاره د سوداګريزو اړيکو او د يو بل له تجربو د ګټې اخيستو ښه زمينه برابره شوې ده.

د ازبکستان صدراعظم ژمنه وکړه چې هېواد به يې په حيرتان بندر کې د ازبکستاني توکو د توليداتو يوه ذخيره هم هم جوړه کړي.

د هغه په وينا، موخه يې دا ده چې خپل ټول توليدات د امکان تر بريده افغانستان ته صادر کړي څو افغانان ترې ګټه واخلي.

د ظفر په نوم يوه ازبکستاني سوداګر چې په ياد نندارتون کې يې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي وو، پژواک ته يې وويل چې د پخوا په پرتله د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړيکو کې ډېرې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

هغه وويل چې ازبکستاني سوداګر علاقه لري څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او همدا راز يې له افغان تجارانو هم غوښتنه وکړه چې په ازبکستان کې پانګونه وکړي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ادارې رييس شيراحمد سپاهي زاده پژواک ته وويل چې ياد نندارتون د ازبکستاني او افغان سوداګرو د اړيکو جوړولو لپاره ښه فرصت دی.

هغه له افغان سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې د ازبکستاني  سوداګرو له تجربو زده کړې وکړي او همدا راز هغوی تشويق کړي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د سپاهي زاده په خبره، افغان سوداګر بايد هڅه وکړي چې له نورو هېوادونو سره د اړيکو له لارې د افغانستان د اقتصادي ځان بسياينې لپاره موثر ګامونه پورته کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement