ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني، حامد کرزي او مسلمیار د کابل برید وغانده

ولسمشر غني، حامد کرزي او مسلمیار د کابل برید وغانده

author avatar
1 Jul 2019 - 19:33
ولسمشر غني، حامد کرزي او مسلمیار د کابل برید وغانده
author avatar
1 Jul 2019 - 19:33

کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٨): د کابل ښار په شپاړسمه ناحيه کې نننى بريد د ولسمشر اشرف غني، مخکني ولسمشر حامد کرزي، د مشرانو جرګې رييس او د ايران سفارت پر کلکو ټکو غندلى دى.

نن سهار نږدې نهه بجې د کابل پوليسو د ١٦مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې تر موټربم بريد وروسته يو شمېر وسله وال يوې ودانۍ ته ننوتل او تر نږدې مازديګره پورې د هغوى او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه وه چې يو تن په کې وژل شوى او د ٢٦ ماشومانو او ٦ مېرمنو په ګډون ١١٦ تنه ټپیان شوي دي.

په دې سيمه کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د انجنيرۍ، تخنيک او لوژستيک رياستونه، د ملي بس رياست، د فوټبال فدراسيون او شمشاد ټلوېزيون موقعيت لري.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ارامۍ او پرمختګ دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د ترهګريز برید په ترسره کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ولسمشر غني د دغه جنایتکاره عمل د سخت غندلو پر مهال وویل، د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر اساس د سولې پروګرام پر مخ وړي، خو طالبانو د دغه وحشي برید په ترسره کولو سره یو وار بیا د جګړې د دوام او پر ملکي وګړو د برید په اړه خپل شوم نیت وښوده.

ده زياته کړه، پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې یې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت او د جګړې په پای ته رسولو کې د هغه هېواد پر همکارۍ ټینګار  وکړ او څرګنده یې کړه چې د پاکستان او طالبانو له خپلمنځي اړیکو باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره استفاده وشي.

ده ټینګار وکړ، تروریستي ډلې به له غیر مشروع او انساني ضد لارو څخه په استفادې شومو موخو ته ونه رسېږي او د هېواد وسله‌وال ځواکونه به په هر ځای کې دا ورانکاري عناصر وځپي.

نوموړي د دې دردناکې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواشیني او همدردي څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ټپیانو ته د عاجلې رسېدنې لپاره، له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

له بلې خوا مخکنى ولسمشر حامد کرزى ياد بريد پر کلکو ټکو غندي او دغه راز ظالمانه کړنې د روغې جوړې له روانو هڅو سره په مطلق تضاد کې بولي.

دغه مطلب د هغه د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي او زياته شوې چې نوموړي په افغانستان کې روانه جګړه د پردو او پردو منافعو تأمینوونکې جګړه ګڼي چې له امله یې زموږ هېواد هره ورځ خپل بچیان له لاسه ورکوي او بېلګه یې د کابل د نن سهار چاودنه او د میدان وردګ د چک ولسوالي په مربوطاتو کی پر یو دارالحفاظ پرونۍ حمله  ده چی په کې یو شمیر ماشوم زده کوونکي وژل شوي دي.

کرزي د دغو پېښو پر غندلو سربېره یو وار بیا په جګړه کې پر ښکېلو افغاني خواو غږ  کوي چې د پردیو دسایسو ته متوجه شي او ځان ترې وژغوري.

ده همداراز هیله څرګنده کړې چې ټول افغانان د بین الافغاني‌ مذاکراتو پر ملي ټغر راټول شي او د ملي ارادې له لارې د خپلواک، سوکاله او آباد افغانستان لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.