د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په افغانستان کې دوه میليونه ماشومان په خوارځواکي اخته دي

په افغانستان کې دوه میليونه ماشومان په خوارځواکي اخته دي

Jul 01, 2019 - 20:50

کابل (پژواک، ۱۰چنګاښ ۹۸): د ماشومانو خوارځواکي کمولو لپاره د نړیوالو مرستو جلب په موخه ((د افغانستان په تړاو د تغذیې نړیوال کلستر)) جانبي غونډه نن په داسې حال کې په بروکسل کې جوړه شوه چې په افغانستان کې دوه میليونه ماشومان په خوارځواکۍ ناروغۍ اخته دي.

یاده غونډه د چنګاښ په لسمه د ځینو مرسته کونکو بنسټونو په ګډون د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) له لوري د یوې ورځې لپاره ترسره شوه.

د یونیسف دفتر یو ویاند پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا غونډه په افغانستان کې د خوارځواکي کمولو په برخه کې د نړیوالو مرستو ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې ده.

د یونيسف په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ماشومان لاهم د څو لسیزو جګړو له فشارونو کړېږي او په ۲۰۱۹ کال کې د ۳.۸ میلیونو ماشومانو په ګډون نږدې ۶.۳ میلیونه افغانان بشري او حمایتي مرستو ته اړتیا لري.

سرچينې کاږلي چې دا شمېرې د تېر کال په نسبت دوه برابره شوې دي.

به خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د تغذیې په برخه کې د ترسره شوو سروې ګانو په تړاو شننه او تحلیل ښيي چې دمګړۍ د افغانستان ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۲ يې د خوارځواکي له کچې پورته په شدیده درجه کې واقع دي.

د سرچينې د معلوماتو پربنسټ، په ۲۰۱۹ کال کې په خوارځواکي اخته له پنځو کلنو د ټيټ عمر ماشومانو اټکلیز شمېر دوه میلیونه ماشومانو ته رسېږي چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۲۸ سلنه ډېروالی ښيي.

د خبرپاڼې په وینا، پر دې ننګونو سربېره، افغانستان د ماشومانو روغتيا او تعذيي ښه توب لپاره ځينې ګامونه اخيستي دي چې په تېرو ۱۴ کلنو کې له پنځو کلنو د کم عمرو ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو ژوندیو زېږونونو کې  له ۶۹ مواردو، په هر زرو ژونديو زېږونونو کې ۵۰ مواردو ته راټيټه شوې ده.  

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې د تغذيي لوړتیا له سازمان سره یوځای شوی او د افغانستان د خوړو او تغذيې خوندیتوب  (AFSeN-A)اجنډا چې د خوارځواکي ستونزې ته د رسېدا لپاره ګډه سکتوریزه کړنلاره جوړه کړې او وروسته یې بیا عملي کړې ده.

سرچینې کاږلي چې په ټول افغانستان کې ۱۳۰۰ روغتيايي مرکزونه د لوړې کچې خوارځواکي درملنې بنسټیز خدمتونه وړاندې کوي چې دا کچه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۳۵ سلنه لوړه شوې ده.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بشري او پراختيایي بشري مرستو په اډانه کې د تغذيې په وضعیت کې د بدلونونه لپاره د فرصتونو ترلاس لاندې نیول، خورا دې پام وړ دي.

سرچینې وړاندې ویلي چې د نړیوال خوراکي سازمان، نړیوال خوراکي او کرنې سازمان او دغه راز د نړۍ روغتيايي سازمان له دولت سره په نږدې همغږۍ کې کار کوي څو د خوارځواکي ستونزې ته لاسرسی وشي.

په افغانستان کې د یونيسف دفتر سرپرستې شيما سن ګوپتا وویل چې د امیدواري له پیل څخه د ماشوم تر دوه کلنۍ مناسبه تغذیه، د هر ماشوم د هوساینې او ودې لپاره ډېراهمیت لري.

هغې زياته کړه: ((له بده مرغه زیات شمېر ماشومان د بېوزلۍ، خوړو نه خوندیتوب، جګړې او د مناسبې تغذیې په اړه د پوهاوي نه شتون له امله له ودې پاتې کېږي چې له امله یې زرګونه ماشومان په شدیدي خوارځواکي اخته دي او یو شمېر نور یې بیا د خوارځواکي تر ټولو شدید وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement