ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې ۳۰ طالبان او ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

په جوزجان کې ۳۰ طالبان او ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
1 Jul 2019 - 18:08
په جوزجان کې ۳۰ طالبان او ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
1 Jul 2019 - 18:08

شبرغان (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۸): د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې تر ۳۰ ډېر وسله وال طالبان او ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان سمونیار عبدالواحد وجدان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا نښته تېره شپه یوولس نیمې بجې په ياده ولسوالۍ وروسته له هغه پیل شوه چې وسله والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو یرغلیز برید وکړ.

ده څرګنده کړه چې وسله والو طالبانو له څلورو خواوو د دې ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړل او تر اوسه (د ماسپښین درې بجې او ۱۵ دقیقې) نښته روانه ده.

وجدان زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو پر طالبانو ځمکني او هوايي بریدونه کړل چې په کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او مړي یې د ولسوالۍ په شاوخوا ساحه کې پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې په دې جګړه کې درې طالبان او شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي، ۱۵ امنیتي سرتېري او لسګونه وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان زیاته کړه: "په قوش تپې ولسوالۍ کې موږ د امنیتي ځواکونو د تقویې لپاره اړین تیاری نیولی او د هوا له لارې ورته خوراکي مواد، تازه دمي ځواکونه او نظامي لوازم لېږو څو منځ ته راغلې ستونزې حل شي."

د قوش تپې ولسوال امین الله وویل چې تر اوسه د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې امنیتي وضعیت گډوډ دی او دواړه خواوې درنې وسلې کاروي.

هغه وویل چې همدا اوس د ولسوالۍ له مرکز سره ټیلېفوني اړیکې پرې شوې؛ ځکه وسله والو طالبانو له دغه بریده دوه ورځې مخکې د مخابراتي شبکو فعالیت بند کړی او دا مهال د مخابرې په وسیله د یادې ولسوالۍ له مرکز سره په اړیکه کې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د قوش تپې ولسوالۍ چې له مرکز شبرغان څخه ۹۰ کیلومتره لوېدیځ لور ته پرته ده او د یاد ولایت له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي.

د یادونې ده، چې له مرکز سره د دې ولسوالۍ نښلوونکې لار له شپږو کلو را په دېخوا د امنیتي ځواکونو او دولتي کارکوونکو پر مخ تړلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.