کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ۹۸): امیرخان یار د ۱۳۱رایو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې لومړی او احمدشاه رمضان د ۱۱۹ رایو په ترلاسه کولو ددې جرګې دویم نایب وټاکل شول، خو د منشي او نایب منشي څوکیو لپاره نوماندانو د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې.
د غويي په ۲۸ مه د ملي شورا د ۱۷ مې تقنیني دورې تر پرانیستې وروسته د ټاکنو له درېیو پړاوونو وروسته چې د جرګې د غړو له مخالفت سره مخ وو میر رحمان رحماني د دې جرګې رییس وټاکل شو.
په تېرو دوو ورځو کې د ولسي جرګې لومړي نایب، دویم نایب، منشي او نایب منشي څوکیو ته ددې جرګې څو غړي نوماند وو خو هېچا ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه نه کړې.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې بیا هم ددې څوکیو لپاره نوي کسان نوماند وو.
په دې ناسته کې د جرګې ۲۳۶ غړي حاضر وو او هر نوماندان باید د بریالیتوب لپاره ۱۱۹ رایې ترلاسه کړې وای.
نن د ولسي جرګې د لومړي نایب څوکۍ ته د ننګرهار د خلکو استازى امیرخان یار او د کندوز د خلکو استازى محمدالله بتاش نوماند وو.
په دې ټاکنو کې امیرخان یار د ۱۳۱ رایو په ترلاسه کولو وتوانېد چې د ولسي جرګې د لومړي نایب څوکۍ ته بریالی شي خو بتاش د ۵۰ رایو په ترلاسه کولو ناکام شو.
نن د ولسي جرګې د دویم نایب څوکۍ ته د بلخ د خلکو استازی احمدشاه رمضان او د کندهار د خلکو استازی سیداحمد سیلاب نوماند وو او احمدشاه رمضان د ۱۹۹ تایید رایو په ترلاسه کولو ددې جرګې دویم نایب شو. سید احمد سیلاب د ۶۴ تایید رایو په ترلاسه کولو ناکام شو.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د منشي څوکۍ ته د هرات د خلکو استازی سید طاها صادق، د زابل د خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال او د کاپیسا د خلکو استازې خدیجه الهام خلیلي نوماند وو.
خدیجه الهام د ۵۲ تایید رایو، قلاتوال د ۷۷ تایید رایو او صادق د ۷۶ تایید رایو په ترلاسه کولو ونه توانېدل چې د بریا لازمې رایې پوره کړي.
ددې جرګې دویم نایت احمدشاه رمضان وویل، ټاکل شوې سبا د قلاتوال او سیدطاها صادق ترمنځ له سره ټاکنې وشي، ځکه دوی د ولسي جرګې د منشي څوکۍ لپاره د نننیو ټاکنو دوه مخکښ نوماندان وو.
په ورته ډول د کابل د خلکو استازې نظیفه ذکي، د بادغیس د خلکو استازی عبدالبصیر عثماني، د کونړ د خلکو استازی نعمت الله کریاب او د پروان د خلکو استازې ذکیه سنګین د ولسي جرګې د نایب منشي څوکۍ ته نوماند وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن