ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جون مياشت په افغانستان کې نږدې ١٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

جون مياشت په افغانستان کې نږدې ١٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
2 Jul 2019 - 15:53
جون مياشت په افغانستان کې نږدې ١٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
2 Jul 2019 - 15:53

کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ۹۸): تېره ميلادي مياشت د وړمې په پرتله په افغانستان کې د بريدونو او مرګ ژوبلې د شمېر په شاوخوا ٣٥ سلنه کموالي سره، نږدې ١٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د هڅو په دوام، تېره مياشت په مسکو کې د سولې په تړاو د افغان سياستوالو او طالبانو په ګډون غونډه جوړه شوه، په پاکستان کې هم افغان سياستوالو په يوه ناسته کې د سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې، ولسمشر محمد اشرف غني هم پاکستان ته ولاړ او له پاکستاني چارواکو سره د سولې او نورو مسايلو په اړه وغږېد او له تېرو دوو ورځو راهيسې د سولې په تړاو په قطر کې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په وړمه مې مياشت کې په افغانستان کې څه باندې ٢٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو په تېره (جون) مياشت کې دغه شمېر نږدې ١٥٠٠ ته رالوېدلى دى.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د روان ميلادي کال په تېره (مې) مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ۳۰ کې بريدونه شوي چې له امله يې ٨٥٩ کسان وژل شوي او ٦٣٢ تنه ټپيان دي.

دغه مرګ ژوبله په ١٣٢ بېلابېلو بريدونو کې چې د وړمې اپرېل مياشتې په پرتله ٣٧ سلنه کم شوي، اوښتې ده.

له يادو بريدونو ٤٢ طالبانو، ٣٩ ناپېژاندو وسله والو، ٣٨ دولتي ځواکونو او ١٣ په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو کړي دي.

ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٥ کسانو لسو ته په مخامخ نښتو، دوو ته په هوايي بريدونو او يوه، يوه ته په چاودنو، ځانمرګو او هدفي بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت تر ټولو ډېر (١١،١١) بريدونه په غزني او ننګرهار، لس په کندهار، نهه- نهه په فراه، فارياب، هلمند او پاتې ٧٣ نور په ٢٤ ولايتونو کې ترسره شوي دي.

په جون مياشت کې له باميانو، پنجشېر، ميدان وردګو او نورستان ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول ٨٥٩ کسان وژل شوي او ٦٣٢ نور ټپيان دي.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ يا (CPAG) د راپور له مخې چې تېره ورځ خپور شو، تېره مياشت د جګړو له امله په ١١ ولايتونو کې ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۴ ټپيان دي.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او مرګ ژوبله دې نه وي اوښتې، خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د دغې مياشتې په دېرشمه په ١١ بريدونو کې اوښتې ده.

په دغو بريدونو کې ١٦٢ کسان وژل شوي او ٧٦ نور ټپيان شوي دي.

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې د کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تاکيتک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

د جګړو د ډېروالي لاملونه

د پوځي چارو شنونکى متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي: “جګړه داسې نه ده لکه د انسانانو روټين ژوند؛ جګړه کله تودېږي او کله سړېږي.”

دى وايي، د جګړې کموالى بېلابېل لاملونه لرلاى شي او کله د دې لپاره هم جګړه کمېږي چې د جګړې يو يا دواړه لوري د جګړې لپاره په اکمالاتو او تياريو بوخت شي.

ده وويل چې که څه هم دى د سولې پر روانو خبرو ډېر باور نه لري، خو کېداى شي تر يوه بريده پر جګړه تاثير ولري، يا يې د زياتوالي او يا يې هم د کموالي لامل شي؛ ځکه چې کله ځيني لوري د سولې د خبرو پر مهال جګړه زياتوي څو د سولې په خبرو کې امتياز ترلاسه کړي او کله هم بيا داسې وي چې د سولې خبرې د جګړې د کموالي لامل شي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان وايي چې دى د پژواک په دغه راپور کې له خپرو شوو شمېرو سره موافق نه دى او وايي چې تېره مياشت د دولتي ځواکونو بريدونه ډېر شوي او دغه ځواکونه له دفاعي څخه تهاجمي حالت ته تللي دي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينو نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

د روان ميلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو په مرګ ژوبله کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٩ سلنه کموالى راغلى دی.

د پژواک د راپورونو له مخې، په ٢٠١٧ کال کې نږدې ٢٥زره، په ٢٠١٨ کال کې نږدې ٢٧زره او د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه باندې لس زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوربند وکړئ!

د کابل ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکې لېمه سپېڅلې په کور دننه او له هېواده بهر د سولې هڅې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره يو ښه فرصت بولي او د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې دغه فرصت له لاسه ورنه کړي او نور دې جګړه ودروي.

هغه ښکېلو غاړو ته په خطاب کې وايي: “مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسېږي، اوربند وکړئ، په ګډه دا د خير کار ته ملا وتړئ څو نور مو هېوادوال ونه وژل شي.”

د فراه ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی احمد شعيب چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې خپل ورور په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوى وايي: “په سوله کې خير او ښېګڼه ده، دا څلور لسيزې په بېلابېلو نومونو خپل افغانان وژنو؛ واقعاً دا ډول ژوند له دردونو ډک ژوند دی.”

هغه وايي، هر ځل چې کور ته ځي او د خپل ځوانيمرګ ورور ماشومان ويني، د ورور د مرګ درد يې بيا تازه کېږي او پوهېږي چې که دولتي سرتېرى په جګړه کې ژوند له لاسه ورکوي، يا د دولت وسله وال مخالفين او ملکي وګړي، کورنۍ يې همداسې درد احساسوي.

دى هم پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د سولې لپاره افغانانو ته پر لاس ورغلى فرصت له لاسه ورنه کړي او د افغانانو د وينو بهېدو د مخنیوي لپاره قربانۍ ته چمتو شي، سوله وکړي او مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسېږي، اوربند وکړي او په دې توګه د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.