ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندان: په جلال اباد ښار کې د نامسوولو وسله والو شمېر کم شوی

امنيه قوماندان: په جلال اباد ښار کې د نامسوولو وسله والو شمېر کم شوی

author avatar
2 Jul 2019 - 14:13
امنيه قوماندان: په جلال اباد ښار کې د نامسوولو وسله والو شمېر کم شوی
author avatar
2 Jul 2019 - 14:13

جلال اباد (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د دوی له خبرداري وروسته د نامسووله وسله والو شمېر کم شوی او لا یې هم د مخنيوي په هڅه کې دي.

امنيه قوماندان څو مياشتې وړاندې خبرداری ورکړی و، هغه اشخاص او سياسيون چې په خپلو کورونو کې نامسوول وسله وال ساتي له خپلو کورونو دې وباسي، که نه دوی به يې پر وړاندې عمليات ترسره کړي.

خو مل پاسوال عبدالرقيب مبارز د چنګاښ په ۱۱مه پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د دوی له خبرداري وروسته اوس د نامسوولو وسله والو شمېر کم شوی دی.

نوموړی وايي، لومړی يې په ښار کې د یادو وسله والو د نيولو لپاره چک پاينټونه جوړ کړل او وروسته يې پر کورونو د عملياتو پلان هم درلود؛ خو د دوی کشفي معلومات څرګندوي چې د دې ډول کسانو شمېر ډېر کم شوی؛ خو د بشپړ ختمېدو لپاره يې لا هم ځانګړي پلانونه لري.

مبارز دغه راز په مرکه کې د اداري فساد د مخنيوي، غاصبينو، نشه يي توکو د قاچاقبرو، امنيت د ټينګښت او د قانون پلي کولو په اړه هم خبرې وکړې.

دی وايي، له فساد سره مبارزه يې د پوليسو له ليکو پيل کړی چې په تېرو څو مياشتو کې يې د فساد په تور له شلو ډير پوليس نيولي، دغه راز يې د ولسواليو او مرکز ډيری پرسونل او مسئولين تغيير او تبديل کړي دي.

د امنيه قوماندان په وينا، د ولسمشر د فرمان له مخې، په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو د غاصبينو پر وړاندې يې هم مبارزه دوام لري او ډاډ يې ورکړ چې هېچا ته به د دولتي ځمکې د غصب اجازه ورنه کړي.

د مبارز د معلوماتو له مخې، د ځمکو لوی غاصبين له دغه ولايته تښتېدلي؛ خو واړه غاصبين او د غاصبينو لپاره زمينه جوړوونکي يې په ګڼ شمېر کې نيولي دي.

مل پاسوال عبدالرقيب مبارز زياته کړه، هره ورځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليس او نور ارګانونه تر سل کيلوګرامو ډېر نشه يي توکي نيسي او په تړاو يې کسان هم نيول کېږي.

نوموړی که څه هم نه ردوي چې ګواکې پوليس دې په جلال اباد ښار کې د نشه يي توکو له کاروباريانو سره لاس ولري؛ خو وايي، تر اوسه ورته دقيق راپور نه دی ورکړل شوی.

امنيه قوماندان دغه راز په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې هم د خپلو فعاليتونو خبره کوي او وايي، د دغه ولايت امنيت تر پخوا ډېر ښه شوی دی.

دی وايي: ((ښار کې مو د پوليسو د ځانګړو ځواکونو چک پاينټونه زيات کړي او ولسواليو کې چې د عملياتو په نتيجه کې امنيتي ساحه پراخه شوې اوس له دفاعي حالت بهر شوي يو او تعرضي حالت مو غوره کړی، پوستو کې نه اوسېږو، بلکې د دښمن پر سنګرونو بريدونه کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.