ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: راتلونکې اوونۍ په قطر کې د خبرو اترو بين الافغاني غونډه جوړېږي

خليلزاد: راتلونکې اوونۍ په قطر کې د خبرو اترو بين الافغاني غونډه جوړېږي

author avatar
2 Jul 2019 - 12:12
خليلزاد: راتلونکې اوونۍ په قطر کې د خبرو اترو بين الافغاني غونډه جوړېږي
author avatar
2 Jul 2019 - 12:12

کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى وايي چې راتلونکې اوونۍ به قطر او جرمني په ګډه د بين الافغاني مذاکراتو کوربانه وي.

خليلزاد د چنګاښ په ١١مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې دا ناسته به د راتلونکې شنبې او يکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ١٥مه او ١٦مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې جرمني او قطر به په ګډه د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو د بین الافغاني خبرو کوربانه وي.

هغه د جرمني او قطر له حکومتونو مننه کړې چې د بين الافغاني ناستې او خبرو اترو د کوربه توب چارې يې پر غاړه اخيستي دي.

زلمي خليلزاد ويلي، دغه کېدونکي بین الافغاني ناسته د سولې د چوکاټ لپاره چې څلور اړخونه لري، ډېره مهمه  ده او د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې څلور ټکي مطرح وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه کارېدل، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او اوربند.

بلخوا د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزيل هم په يوه خپرباڼه کې هم راتلونکې اوونۍ په قطر کې د کېدونکې ناستې خبر ورکړى دى.

هغه زياته کړې چې د افغان سولې پروسې د ملاتړ په موخه قطر او جرمني په ګډه راتلونکې اوونۍ د بين الافغاني مذاکراتو کوربه توب کوي.

نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې د سولې او نورو پرمختګونو لپاره ښه زمينه برابره شوې ده او د دغه کار لپاره اړینه ده چې افغانان په خپلو کې سره کېني او د خپل هېواد راتلونکی وټاکي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې قطر او جرمني په ګډه په دې ناسته کې د ګډون لپاره د افغانانو لپاره بلنې لېږلې دي چې په شخصي توګه به په کې ګډون کوي.

سرچينې ويلي، قطر او جرمني هيله لري چې دا ناسته به د شخړې د اړوندو خواوو او ګډونوالو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

تر اوسه د افغانستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ويل کېږي چې د حکومت ځيني کسان به په شخصي توګه په دې ناسته کې ګډون کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.