ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د جګړو له امله بېځایه شوې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

تخار کې د جګړو له امله بېځایه شوې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

author avatar
3 Jul 2019 - 15:52
تخار کې د جګړو له امله بېځایه شوې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي
author avatar
3 Jul 2019 - 15:52

تالقان (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): د تخار په مرکز او درېيو ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله څلور زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې چې دا مهال له ستونزو سره مخ دي.

په دې وروستيو کې د تخار د مرکز تالقانو ښار په څنډو، بهارک، نمک اب او اشکمش ولسواليو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دوامداره جګړې روانې دي چې له امله يې يو شمېر کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د نمک اب ولسوالۍ اوسېدونکي بشيراحمد پژواک ته وويل چې له شاوخوا درېيو مياشتو راهيسې په نمک اب ولسوالۍ کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي: ((جنګونه ډېر شول، هر څه مو پرېښودل، اوس دلته تالقانو ښار ته راغلي يو، هېڅ هم نه لرو، دولت تر اوسه يواځې يوه خېمه موږ ته راکړې، په ډېر مشکل کې يو.))

دغه راز د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي وحيدالله پژواک ته وويل چې لس ورځې وړاندې له خپل کور او کلي څخه تالقانو ښار ته کډه شوي دي.

ده وويل: ((زموږ له کورونو سره اوس هم جګړه ده، عمليات بايد وشي، زموږ سيمې بايد له مخالفينو بېرته ونيول شي، دلته موږ په مشکل کې يو، د خوراک او څښاک لپاره څه نه لرو.))

همدارنګه د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکې حليمې پژواک ته وويل: ((هلته جګړې پيل شوې، موږ دلته راغلي يو، هلته مې زامنو او لمسيانو په پټيو کې کار کاوه، دلته خو هېڅ هم نشته دي.))

دغه راز يو شمېر نورو بېځايه شوو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو ارګانونو يې د اړينو مرستو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

بل لور ته د تخار والي عبدالحق شفق پژواک ته وويل چې له يادو کورنيو سره د سيمه ييزو ادارو او مرستندويه موسسو له لوري مرستې ترسره شوې دي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

دى وايي: ((زموږ د شمېرو له مخې، شاوخوا څلور زره کورنۍ بې ځايه شوې دي، خو موږ ورسره مرستې کړې دي، مکتبونه مو ورته خالي کړي، هلته اوسېږي او د مرستو لړۍ به جاري ساتو.))

والي وايي چې د تخار د عامې روغتيا رياست او سرې مياشتې له لوري د بېځايه شوو کورنيو روغتيا ته هم جدي پاملرنه کېږي.

د يادونې ده، د تخار تر څنګ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د وروستيو جګړو له امله ګڼ شمېر کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي چې دا مهال په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د حل غوښتنه يې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.