کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): وسله والو طالبانو تایید کړې چې د قطر او جرمني په هڅه په دوحه کې جوړېدونکې شپېته کسيزه بين الافغاني ناسته کې ګډون کوي.
ټاکل شوې ده چې دغه ناسته راتلونکې شنبې او يکشنبې ورځې ( د چنګاښ په ١٥مه او ١٦مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
دا ناسته د قطر په کوربه توب او د جرمني په همکارۍ د يوې جرمنۍ ادارې له خوا تنظيم شوې ده.
د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د چنګاښ په ١٢مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې دوى په کې ګډون کوي.
هغه زياته کړې، دا ناسته د خپل منځي تفاهم په موخه جوړېږي او برخوال به يې د تېرو کنفرانسونو په څېر په شخصي توګه ګډون کوي او شمېر به يې د ۶۰ کسانو په شاوخوا کې وي.
شاهين څو ورځې مخکې ويلي وو، کله چې د نړيوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي بيا به له افغاني جهتونو سره مذاکرات پيل شي خو د کابل له ادارې سره به د حکومت په حيث خبرې نه کېږي.
بلخوا د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي پرون پژواک اژانس ته ويلي وو چې حکومت د قطر په دې ناسته کې کوم رول نه لري.
هغه زياته کړې، د دوحې ناستې ګډونوال په شخصي توګه ګډون کوي.
تر اوسه د دې ناستې د ګډونوالو لېست نه دى په ډاګه شوى، خو د ولسمشر اشرف غني سلاکار ډاکتر فضل محمود فضلي پژواک اژانس ته وويل چې د قطر په ناسته کې پخوانى ولسمشر حامد کرزى او د هغه د دورې مرستيالان، د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو ټول کانديدان او د هغوى مرستيالان ګډون نه کوي.
هغه زياته کړه، چې ممکن د پخواني ولسمشر ځيني سلاکاران ګډون وکړي او ګډونوالو ته درې ورځې مخکې د جرمني د برګهاف بنسټ له خوا بلنليکونه لېږل شوي دي.
بلخوا ځينې سرچينې وايي چې حاجي دين محمد، اسماعيل خان، عطاء محمد نور، فوزيه کوفي او د ډاکټر عمر زاخېلوال په ګډون يو شمېر کسان دې ناستې ته غوښتل شوي دي.
د ماليې پخوانى وزير او په پاکستان کې پخوانى افغان سفير عمر زاخېلوال په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي: ((خوښ یم چې راتلونکې اوونۍ د جرمني په کوربه توب د دوحې په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوم.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن