د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نن هم د ولسي جرګې منشي او نایب منشي څوکیو ته څوک بریالي نه شول

نن هم د ولسي جرګې منشي او نایب منشي څوکیو ته څوک بریالي نه شول

Jul 03, 2019 - 15:45

کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې نایب منشي او منشي څوکیو ته له څلورو نوماندانو هېڅ نوماند د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې او ټاکل شوې راتلونکې شنبې د دې څوکۍ لپاره د نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې وشي.

د غويي په ۲۸مه د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې تر پرانیستې وروسته د ټاکنو له درېیو پړاوونو وروسته چې د جرګې د غړو له مخالفت سره مخ وو، میر رحمان رحماني د دې جرګې رییس وټاکل شو.

تېره ورځ امیرخان یار د ۱۳۱ رایو په ترلاسه کولو لومړی نایب او  احمدشاه رمضان د ۱۱۹ رایو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې دویم نایب وټاکل شول، خو د منشي او نایب منشي څوکیو لپاره هېڅ نوماند د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې.

نن د ولسي جرګې نایب منشي پوسټ ته په دې جرګه کې د کونړ د خلکو د استازي نعمت الله کریاب او د کابل د خلکو د استازې نظیفې ذکي ترمنځ  چې تېره ورځ یې د (عبدالبصیر عثماني او ذکیې سنګین) په پرتله ډېرې رایې لرلې، ټاکنې وشوې.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې ۲۰۹ غړي حاضر وو او هر بریالي نوماند باید ۱۰۵ رایې ترلاسه کړې وای.

د جرګې په نننۍ ناسته کې د منشي څوکۍ لپاره د تېرې ورځې د دوو مخکښو نوماندانو (د هرات د خلکو د استازي سیدطاها صادق او د زابل د خلکو د استازي عبدالقادر قلاتوال) ترمنځ ټاکنې وشوې خو قلاتوال د ۷۸ تایید رایو په ترلاسه کولو او صادق د ۷۶ رایو په ترلاسه کولو یادې څوکۍ ته بریالي نه شول.

دغه راز نن د نایب منشي څوکۍ لپاره د تېرې ورځې د دوو مخکښو نوماندانو (نظیفې ذکي او نعمت الله کریاب) ترمنځ ټاکنې وشوې خو ذکي د ۶۸ رایو او کریاب د ۷۹ رایو په ترلاسه کولو یادې څوکۍ ته د بریاليتوب لازمې رایې پوره نه کړې.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، په نننیو ټاکنو کې هېڅ نوماند د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې او ټاکل شوې راتلونکې شنبې (د چنګاښ ۱۵ مه) د منشي او نایب منشي پوسټ ته د نوماندانو ترمنځ سیالي وشي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement